تازه خبرونه
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – پاکستان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اسلامي امارت ته خبرداری ورکوي، چې د تحریک طالبان پاکستان او نورو هغو ډلو مشران، چې د پاکستان هېواد امنیت ته ګواښ دي؛ پاکستان ته وسپاري.
رانا ثناالله خبرداری ورکوي؛ که دا کار ونشي؛ نو د پاکستان پوځ به اړ شي، چې په افغانستان کې دننه د دغو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
نوموړي ګواښ کړی، چې که د افغانستان اسلامي امارت پاکستاني طالبان پاکستان ته ونسپاري د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دوی حق لري، چې د پاکستانيو طالبانو او همدارنګه د امنیت نورو ګواښوونکيو د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وایي: افغانستان یو اسلامي هېواد او زمونږ ورور دی؛ مونږ د دغه هېواد حکومت ته وایو، چې له خپلې خاورې زمونږ پر ضد د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي او د دغې ډلې مشران مونږ ته وسپاري، خو که دا کار ونشي؛ مونږ به هغه ډلې ووژنو، چې زمونږ ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي. مونږ دا حق د نړیوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ لرو.
اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او خلکو شتون رد کړی او ویلي یې دي؛ اجازه به ورنکړي، چې د ګاونډیانو په ګډون د هیڅ هېواد امنیت له افغانستان څخه وګواښل شي.
ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او په افغانستان کې پر هغوی د احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې لمسوونکې او بې بنسټه دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي: که څه هم داسې شواهد شته، چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دي، خو د پاکستانيو چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډ او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.
زمونږ غوښتنه دا ده، چې هر ډول اندېښنې او ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.
د ملي دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې؛ افغانستان بې خاونده ندی، مونږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یوو او د خپل ګران هېواد د دفاع په برخه کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو.
د پاکستان د پوځ او پاکستانيو طالبانو تر منځ د اوربند له پای ته رسېدو راپدیخوا تي تي پي د پاکستان په شمال او جنوب لویدیځو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
پاکستانيو طالبانو په اسلام آباد کې د یوه ځانمرګي برید مسوولیت هم ومانه. په دغه برید کې لږ تر لږه یو پولیس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان شوي دي.
په دغه هېواد کې د سیاسي کړکیچونو له کبله په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو د دغه هېواد په ښارونو کې بریدونو اندېښمن کړی دی.
بل لوري ته تحریک طالبان پاکستان د نوي میلادي کال لپاره خپل تازه اداري جوړښت اعلان کړ.
پاکستانيو رسنیو لیکلي، چې ابو منصور عاصم د امیر په توګه او مولوي سلیم حقاني بیا د استخباراتو د مشر په توګه ټاکل شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې لیدل کیږي، چې د حکومت په څیر یې واليان او همدارنګه وزارتونو ته هم خپل کسان ورپېژندلي دي.
یوه اوونۍ مخکې امریکا د پاکستانيو طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې خپل حرکتونه اعلان کړل او څرګنده شوې، چې واشنګتن د دې ډلو د لمنځه وړلو لپاره د پاکستان له اردو سره مرسته کوي.