تازه خبرونه
افغانستان دې پر پاکستان د اورپکو د بریدونو مخه ونیسي ـ شهباز شریف
د پاکستان لومړي وزیر له اسلامي امارته وغوښتل؛ د اورپکو د راتېرېدو پر مخنیوي سربېره دې پر پاکستان د هغو بریدونو مخه ونیسي، چې په روانه اوونۍ کې يې د سرحدي سیمې لسګونه کسان ووژل.
د یکشنبې پر ورځ د باجوړ په اړوند سیمه کې د دیني عالم مولانا فضل الرحمن د پلویانو پر ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې لسګونه کسان ووژل شول.
د سې شنبې پر ورځ هغه وخت، چې یو سخت ټپي په روغتون کې ومړ؛ نو ورسره د اړوند چاودنې له کبله د مړو شمېر ۵۵ ته پورته شو.
اسوشیتید پرس خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د میشتې اسلامي دولت ډلې (داعش) یوې څانګې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، وسلهوال په افغانستان کې د پټنځایونو لټه کوي؛ هلته بیا تنظیمیږي او بیا وسلهوال کیږي او بیا د حکومت ضد بریدونو لپاره پاکستان ته راننوځي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې که افغان چارواکي په پاکستان کې د مخ پر زیاتېدونکیو بریدونو مخه نیولی نهشي؛ نو پاکستان کولی شي، چې په افغانستان کې د پټو وسلهوالو پر ضد “د ځان د دفاع” لپاره اقدام وکړي.
بوتو زرداري خبريالانو ته ويلي: په دې اړه، چې پاکستان هلته (افغانستان ته) ځي او د دغو ترهګرو پر ضد اقدام کوي څرګنده کړې؛ مونږ نه غواړو د زور له لارې دا کار شي، خو د نړيوال قانون له مخې مونږ د ځان د دفاع حق لرو.
نوموړي زیاته کړې: که پر مونږ دا ډول بریدونه روان وي او مناسب ځواب ورنهکړ شي؛ مونږ اړ کیږو، چې دا کار وکړو. زه فکر نه کوم، چې دا باید مونږ ته لومړیتوب ولري.
هغه ويلي: زمونږ غوراوی به دا وي؛ هلته [په کابل کې] د لنډمهالي حکومت له چارواکو غواړو، چې د هغوی پر ضد اقدام وکړي.
زرداري زیاته کړې: که دوی کومې مرستې ته اړتیا ولري؛ نو زه فکر کوم، چې پاکستان باید د دوی مرستې ته چمتو وي.
افغان چارواکو تل هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې اورپکو ډلو ته له خپلې خاورې پر نورو هېوادونو بریدونو ته اجازه ورکوي.
