لوبی

افغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپ‌وهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپ‌اچوونکي تر فشار لاندې راوستل.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د سې‌شنبې پر ورځ په شارجه کې زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپ‌وهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپ‌اچوونکي تر فشار لاندې راوستل.

احمدزي او شاهدالله، چې پر ۴۲ توپونو یې ۴۶ منډې کړې وې؛ د افغانستان د منډو د زیاتولو لپاره هڅې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو په ۴.۵‌آورونو کې د لوبډلې پر منډو ۶۱ منډې ورزیاتې کړې او افغانستان یې له ستونزمن حالت څخه وایست.

راشدخان هم د توپ‌وهنې په وروستیو شېبو کې وځلېد او په یوازې ۱۰ توپونو یې ۳۰ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او یوه څلوریزه هم په کې وه.

افغانستان د خپل وار تر پای ته رسېدا یو توپ مخکې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بیا یې هم د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

نیومن نیام‌هوري د زیمبابوی تر ټولو بریالی توپ‌اچوونکی و، چې د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول.

زیمبابوی د ۱۷۸ منډو د هدف په تعقیب کې د افغانستان د منظمو توپ‌اچونو پر وړاندې ستونزې درلودې او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې یوازې ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

راشدخان د ۲۰ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوخول. فضل‌الحق فاروقي هم درې لوبغاړي وسوځول او زیمبابوی لوبدله یې د هدف له پوره کولو راوګرځاوله.

افغانستان په منځنیو آورونو کې د راشدخان او مجیب‌الرحمان پر غوره توپ‌اچونې پر زیمبابوی فشار زیات کړ. مجیب هم دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د زیمبابوی پر وړاندې په نړیوالو شل‌آوریزو سیالیو کې د افغانستان شپږمه پرله‌پسې بریا وه.

له دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ په شل‌آوریزو سیالیو کې د افغانستان د بریاوو شمېر ۲۰ ته ورسېد. په داسې حال کې، چې زیمبابوی یوازې دوه لوبې ګټلې دي.

دواړه لوبډلې به د پنجشنبې پر ورځ په دوه‌یمه شل‌آوریزه لوبه کې یو ځل بیا د سیالۍ ډګر ته ووځي.

Trending

Exit mobile version