تازه خبرونه
افغانستان د اقتصادي همکاریو وده او پراختیا غواړي – نورالدین عزیزي
په دې لیدنه کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره جوړه شوې وه؛ دواړو خواوو د قرغزستان اقتصادي فورم ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر، د قرغزستان له چارواکو او نورو هغو هېوادونو سره، چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي؛ خپل اندونه وړاندې کړل.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان جمهوریت له سفیر تورداکُن سیدیکوف سره د لیدنې پر مهال د اقتصادي ودې او پراختیا غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره جوړه شوې وه؛ دواړو خواوو د قرغزستان اقتصادي فورم ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر، د قرغزستان له چارواکو او نورو هغو هېوادونو سره، چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي؛ خپل اندونه وړاندې کړل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ګډې کاري ډلې جوړول، د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده، د ټرانزیټ په سکټور کې د همکارۍ پراختیا، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې تړونونو لاسلیک کول او همدارنګه د افغانستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون د لاسلیک کولو امکان د دې لیدنې د بحث نورې برخې وې.
په کابل کې د قرغزستان سفیر د خپل هېواد د اقتصادي فورم په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال اعلان وکړ، چې د قرغزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له افغانستان سره نږدې او اغېزمنې همکارۍ ته لېواله دی.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې د حکومت له سټراټیژیکو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.