تازه خبرونه

افغانستان د امریکا او ناټو د پوځي تجهیزاتو د ورسپارلو غوښتنه لري

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان دفاع وزارت ويلي؛ د افغانستان اردو د امریکا او ناټو نظامي تجهیزاتو ته اړتیا لري او ټاکل شوې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال یې د پوځي تجهیزاتو د ورسپارلو رسمي غوښتنه وکړي.

د امریکا حکومت او ناټو له مهالوېش سره سم په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ مه پای ته ورسوي او ټول بهرني ځواکونه به له دې هېواده ووځي.

“دفاع وزارت ویاند فواد امان په دې اړه ویلي؛ له شک پرته مونږ دغو پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لرو او غواړو، چې مونږ ته یې وسپاري.

په ۲۰۱۴ کال کې امریکا خپل ډېر پوځي تجهیزات یا ویجاړ کړل او یا یې له افغانستان څخه ووایستل.

 کارپوهان وايي، چې د بهرنیو ځواکونو پوځي وسلې، زغروال ټانکونه پر پټه ټکنالوژۍ سمبال شوي، چې بهرنيان نه غواړي هغه د افغانانو ته وسپاري او د کارولو له واکه یې برخمن کړي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې اړه ویلي، بهرنيان افغانانو ته د ځان ساتنې لپاره خپل پوځي تجهیزات نه ورکوي او هغه بشپړ پرمختللي دي.

له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې ویلي وه؛ کله، چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي دوی خپلې پوځي اډې او تجهیزات ویجاړوي او یا یې پاکستان ته لیږدوي.

 دې جرګې په دې اړه د حکومتي پرېکړې غوښتنه وکړه؛ خو حکومت تر دې دمه څه ندی ویلی.

د پوځي چارو کارپوه، سرور نیازي څرګنده کړې؛ پاکستان ته د امریکا لخوا د تجهیزاتو سپارل په دې معنا دې، چې طالبان جګړه نوره هم توده کړي.

یوې پوځي سرچینې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په مشرۍ حکومت د پرېکنده ماموریت ځواکونو په ملاتړ د پوځي تجهیزاتو او اډو د لیږد لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version