تازه خبرونه
افغانستان د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو
افغانستان په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو او د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ د شنبې په ورځ ( د غویي ۲۰ ) په رسمي ډول په فعاليت پېل وکړ.
د افغانستان د مخابراتو وزیر اميرزی سنګين وايي:
د دغې سپوږمکۍ پر مټ به خلک وکولای شي د افغانستان ټول ټلويزيوني چينلونه په يوه سپوږمکۍ کې ونيسي.
هغه ووېل، هغه پرمختګونه، چې افغانستان په تېرو ۱۲ کلونو کې په دې برخه کې کړي ګاونډيو هېوادونو په ۵۰ کلونو کې نه دي کړي.
نوموړى همدارنګه زیاتوي، چې سپوږمكۍ د ۱۵ كلونو لپاره كار كوي او د افغان سټ ۱سپوږمكۍ به اووه كاله كار وكړي.
همداراز د ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي:
كه څه هم د دې سپوږمكۍ فعالېدل د افغانستان پرمختګ او برياوې ښيي، خو د ده په خبره لا هم د خلكو اړتياو او د ټكنالوژۍ چټك پرمختګ ته په پام سره بايد نور ګامونه هم واخيستل شي.
د مخابراتو وزير اميرزی سنګين زیاتوي، هڅه يې دا ده، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د افغانستان د ټلويزيوني چېنلونو خپرونې له انالوګ نه ډيجيټل ته واړوي.
تازه خبرونه
کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییز ثبات خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمهییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو ژینګ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمهییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.
په غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره ژمن دی. په داسې حال کې، چې د مهمو مسلو حل او د خپلو خلکو هوساینې ته لومړیتوب ورکوي.
تازه خبرونه
په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛ ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.
تازه خبرونه
د بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د بیات پاور شرکت له افغان ګاز شرکت سره د طبیعي ګاز د پېر او پلور قرارداد وغځاوه؛ دا هڅه د راتلونکو لس کلونو لپاره د ۴۰ میګاواټه برښنا د تولید زمینه برابروي.
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د جوزجان ولایت د افغان ګاز شرکت مسوولان وایي، چې دا شرکت د بیات پاور لپاره د اړتیا وړ ګاز برابرولو ته ژمن دی او له دې پروژې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې قرارداد ارزښت په دې کې دی، چې برښنا له کورنیو سرچینو تولیدېږي او د هېواد د انرژۍ د ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې اړین رول لري.
د جوزجان د افغان ګاز شرکت رییس اختر محمد منصور ټینګار کړی، چې د دې پروژې لپاره د ګاز دوامداره تولید لومړیتوب لري.
له بلې خوا د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال محمد اسماعیل ویلي، چې د دې قرارداد له غځولو سره به د طبیعي ګاز له لارې د برښنا تولید د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام ومومي.
د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: ډېر خوښ یوو، چې نن له افغان ګاز شرکت سره د ګاز د پېر او پلور د قرارداد د غځېدا شاهدان یوو. لکه څنګه، چې تاسې پوهېږئ؛ بیات پاور شرکت له څو کلونو راپدېخوا په شبرغان کې له طبیعي ګاز څخه ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او دا برښنا د افغانستان برښنا شرکت له لارې وېشل کېږي. دا بهیر به د یاد قرارداد له غځېدا سره د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام وکړي. همدارنګه د افغان ګاز شرکت او د هغې له رهبرۍ څخه مننه کول په کار دي.
بیات پاور شرکت په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د افغانستان لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دغه برښناکوټ، چې په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ د پرمختللې ګازي توربین پر کارولو دا مهال د سلګونو زره ګډونوالو لپاره برښنا برابروي او هر کال تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټ-ساعت ډېره برښنا تولیدوي.
دا هڅه د کورني انرژۍ د تولید د پیاوړتیا، پر بهرنیو سرچینو د اتکا د کمولو او د هېواد د اقتصادي ودانیزو بنسټونو د پراختیا پر لوري اړین ګام بلل کېږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدا
-
لوبی1 day agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
څار5 days agoڅار: په پاکستان کې د افغان کډولو د خپلسرو نیولو زیاتوالی
