Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د قدرتونو د ټکر ځای نه د تفاهم او همکارۍ مرکز دی

امیر خان متقي د تهران په خبرو اترو فورم کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته د خپل سیاسي ژوند یو نوي پړاو ته رسیدلی او کولی شي د همغږۍ، د توکو د لیږد او انرژۍ د څلور لارې په توګه په سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو کې مثبت رول ولوبوي.

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر له نقطې څخه د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.

امیر خان متقي د تهران په خبرو اترو فورم کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته د خپل سیاسي ژوند یو نوي پړاو ته رسیدلی او کولی شي د همغږۍ، د توکو د لیږد او انرژۍ د څلور لارې په توګه په سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو کې مثبت رول ولوبوي.

امیر خان متقي په خپلو خبرو کې له ایران سره د اړیکې ننګونو او فرصتونو ته هم نغوته(اشاره) وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د ایران پر وړاندې هیڅ ډول بد نیت نلري او د هلمند سیند په اړه د هغه هېواد حقآبې خوندي کولو ته ژمن دی.

متقي زیاته کړې، چې له څلور کلونو څخه په لږ وخت کې د داعش او نورو فتنه‌ګرو ګواښونه هم له منځه وړل شوي او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي وايي: ” له ۴۷ کلونو ګډوډۍ په ځانګړي توګه د ۲۰ کلونو بهرني اشغال وروسته افغانستان نن د خپل نوي سیاسي ژوند پړاو ته داخل شوی او کولی شي په سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو کې د همغږۍ، د توکو او انرژۍ د لېږد د څلور لاري په توګه مثبت رول ولوبوي. د شاوخوا څلورو کلونو په لړ کې مونږ بریالی شوي یوو، چې په ټول هېواد کې امنیت ډاډمن کړو او د داعش او نورو فتنه‌ګرو عناصرو ګواښونه پای ته ورسوو.”

نوموړي دا هم روښانه کړه، چې اسلامي امارت متوازن او اقتصاد محوره پالیسي لري او په دې چوکاټ کې غواړي افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر له نقطې څخه د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.

متقي وایي: “اسلامي امارت پر احتیاط او پام  ګامونه پورته کوي او د متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ پر تعقیبولو له ټولو لوریو سره فعالې خبرې او اړیکې ولري او د متقابل درناوي او ګډو ګټو د اصولو پر بنسټ د سیمې د نږدې او لرې هېوادونو سره همکاري وکړي. د موجوده امنیت او ثبات د ساتلو او د سیمې او د سیمې له نږدې هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د اقتصادي سوکالۍ د جوړولو لپاره هڅه کوي، چې افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر پر ځای د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.”

امیر خان متقي په دې غونډه کې د ایران د حقآبې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هم ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ایران د حقآبې خوندي کول خپل شرعي مسوولیت ګڼي او د هلمند له تړون سره سم یې ادا کولو ته ژمن دی.

متقي دا هم روښانه کړه، چې: “په دې برخه کې دا زمونږ شرعي مسوویت دی؛ یو مسلمان، چې له تندې څخه رنځیږي که مونږ ورسره مرسته وکړو هم ثواب دی او هم ښه سیاست. په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت خلک، چې زمونږ غږ اوري باید هیڅ اندېښنه ونلري. مونږ په دې اړه کوم بد نیت نلرو.”

دغه راز امیر خان متقي په ایران کې د افغان کډوالو مسلې ته هم نغوته وکړه او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان به په تېرو څلور لسیزو کې د ایران لخوا د دغو کډوالو کوربتوب هیر نکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پولیسو لوی درستیز احمد رضا رادان له امنیتي چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي؛ د افغان کډوالو پېژندنه او ایستنه باید روانه وساتل شي.

تازه خبرونه

په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

Published

on

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امان‌الله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا پلې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.

چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.

ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د بشري مرستو له مرستیال برونو لیمارکي سره لیدلي او د راستنېدونکو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

برونو لیمارکي ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه او د هغوی د مېشتولو لپاره د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ادارو او اسلامي امارت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې اوس‌مهال له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او دا لړۍ باید پراخه شي.

د یوناما مرستیال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او یوناما د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.

هغه له مرستندویو ادارو غوښتي، چې له راستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هغه زیاته کړې؛ د زرګونو کورنیو، چې په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوې دي، د مېشتولو لپاره هم یو پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی.

د مهاجرینو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت د یوناما له بشري همکاریو هرکلی کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمه‌ییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زده‌کړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!