تازه خبرونه
افغانستان د قدرتونو د ټکر ځای نه د تفاهم او همکارۍ مرکز دی
امیر خان متقي د تهران په خبرو اترو فورم کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته د خپل سیاسي ژوند یو نوي پړاو ته رسیدلی او کولی شي د همغږۍ، د توکو د لیږد او انرژۍ د څلور لارې په توګه په سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو کې مثبت رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر له نقطې څخه د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.
امیر خان متقي د تهران په خبرو اترو فورم کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته د خپل سیاسي ژوند یو نوي پړاو ته رسیدلی او کولی شي د همغږۍ، د توکو د لیږد او انرژۍ د څلور لارې په توګه په سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو کې مثبت رول ولوبوي.
امیر خان متقي په خپلو خبرو کې له ایران سره د اړیکې ننګونو او فرصتونو ته هم نغوته(اشاره) وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د ایران پر وړاندې هیڅ ډول بد نیت نلري او د هلمند سیند په اړه د هغه هېواد حقآبې خوندي کولو ته ژمن دی.
متقي زیاته کړې، چې له څلور کلونو څخه په لږ وخت کې د داعش او نورو فتنهګرو ګواښونه هم له منځه وړل شوي او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي وايي: ” له ۴۷ کلونو ګډوډۍ په ځانګړي توګه د ۲۰ کلونو بهرني اشغال وروسته افغانستان نن د خپل نوي سیاسي ژوند پړاو ته داخل شوی او کولی شي په سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو کې د همغږۍ، د توکو او انرژۍ د لېږد د څلور لاري په توګه مثبت رول ولوبوي. د شاوخوا څلورو کلونو په لړ کې مونږ بریالی شوي یوو، چې په ټول هېواد کې امنیت ډاډمن کړو او د داعش او نورو فتنهګرو عناصرو ګواښونه پای ته ورسوو.”
نوموړي دا هم روښانه کړه، چې اسلامي امارت متوازن او اقتصاد محوره پالیسي لري او په دې چوکاټ کې غواړي افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر له نقطې څخه د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.
متقي وایي: “اسلامي امارت پر احتیاط او پام ګامونه پورته کوي او د متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ پر تعقیبولو له ټولو لوریو سره فعالې خبرې او اړیکې ولري او د متقابل درناوي او ګډو ګټو د اصولو پر بنسټ د سیمې د نږدې او لرې هېوادونو سره همکاري وکړي. د موجوده امنیت او ثبات د ساتلو او د سیمې او د سیمې له نږدې هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د اقتصادي سوکالۍ د جوړولو لپاره هڅه کوي، چې افغانستان د قدرتونو ترمنځ د ټکر پر ځای د هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پر مرکز بدل کړي.”
امیر خان متقي په دې غونډه کې د ایران د حقآبې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هم ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ایران د حقآبې خوندي کول خپل شرعي مسوولیت ګڼي او د هلمند له تړون سره سم یې ادا کولو ته ژمن دی.
متقي دا هم روښانه کړه، چې: “په دې برخه کې دا زمونږ شرعي مسوویت دی؛ یو مسلمان، چې له تندې څخه رنځیږي که مونږ ورسره مرسته وکړو هم ثواب دی او هم ښه سیاست. په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت خلک، چې زمونږ غږ اوري باید هیڅ اندېښنه ونلري. مونږ په دې اړه کوم بد نیت نلرو.”
دغه راز امیر خان متقي په ایران کې د افغان کډوالو مسلې ته هم نغوته وکړه او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان به په تېرو څلور لسیزو کې د ایران لخوا د دغو کډوالو کوربتوب هیر نکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پولیسو لوی درستیز احمد رضا رادان له امنیتي چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي؛ د افغان کډوالو پېژندنه او ایستنه باید روانه وساتل شي.
