لوبی

افغانستان د مرکزي آسيا د فوتسال د سياليو دوه‌يم مقام خپل کړ

Published

on

افغانستان د یکشنبې پر ورځ ترکمنستان ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د منځنۍ آسیا په فوتسال سیالیو کې یې دوه‌یم مقام خپل کړ.

په دې سیالیو کې، چې شپږ لوبډلو برخه اخیستې وه؛ د ایران لولډلې تاجکستان کوربه لوبډلې ته د یو پر صفر پر ماتې ورکولو د اتلولۍ مقام خپل کړاو ازبکستان درېیم شو.

د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې لوبغاړی عبدالغفار ساپی، چې د ترکمنستان پر وړاندې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ وایي: له بده مرغه مونږ ونه‌شو کړای، چې ایران ته ماتې ورکړو او د اتلولۍ مقام خپل کړو؛ خو د افغانستان ټول غیور ملت ته د دوه‌یم مقام مبارکي وایم.

د افغانستان فوتبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر ویلي: د آسیا تر ټولو پیاوړې لوبډلې د منځنۍ آسیا په زون کې شتون لري. له نېکه‌مرغه د لومړي ځل لپاره افغان فوتسال او لوبغاړي وتوانېدل، چې د منځنۍ آسیا په تورنمنت کې د دوه‌یم مقام خپل کړي. زه د افغانستان ټول ملت ته د دې بریا مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کوم. دا د منځنۍ آسیا په زون کې زمونږ د فوتسال ملي لوبډلې ښه لاسته راوړنه او ډېره ښه بریا ده.

Trending

Exit mobile version