تازه خبرونه
افغانستان د پاکستانيو توکو یو مهم بازار دی
احمد شکیب د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي: “افغانستان له هغو نوښتونو څخه ملاتړ ته چمتو دی، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.”
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان له پخواني فډرالي وزیر محمد علي دراني سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د پاکستانيو توکو لپاره یو مهم بازار دی؛ کابل له اسلامآباد سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر راز نوښت هرکلی کوي.
دا لیدنه، چې پرون په اسلامآباد کې ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو راوڅرخېده.
احمد شکیب د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي: “افغانستان له هغو نوښتونو څخه ملاتړ ته چمتو دی، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.”
محمد علي دراني په دې لیدنه کې د پاکستان د خلکو صادقانه پیغامونه د افغانستان مشرتابه او ملت ته هم ورسول او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د سفیر احمد شکیب له هڅو ستاینه وکړه.
هغه ویلي: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښتمنې دي، بلکې د سیمهییز ثبات لپاره هم اړینې دي.”
نوموړي زیاته کړې: “سوداګري له سولې سره مرسته کوي او د خلکو ترمنځ تعامل پراخول کولی شي متقابل باور پیاوړی کړي.”
دواړو خواوو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې بیا تائید کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو، سوداګرۍ خونو او سوداګریزو ټولنو ترمنځ یې د تعامل د زیاتولو پر نوښتونو بحث او خبرې وکړې.
شکیب د دراني له رغنده وړاندیزونو هرکلی وکړ او د پاکستانيو تولیدي توکو لپاره یې د یو مهم بازار په توګه د افغانستان پر رول ټینګار تکرار کړ.