تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان له تازه هوايي بریدونو وروسته د غچ اخیستو ژمنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد بریدونه پر یوه دیني مدرسه او د ملکي وګړو پر څو کورونو شوي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي تلفات اوښتي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ( د کب درېیمه ) د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد بریدونه پر یوه دیني مدرسه او د ملکي وګړو پر څو کورونو شوي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي تلفات اوښتي دي.
ملي دفاع وزارت دغه هوايي بریدونه پر سختو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
همدارنګه یې دا کار د نړیوالو قوانینو، اسلامي اصولو او د ګاونډیتوب د اړیکو د نورمونو خلاف عمل ګڼلی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د هېواد د حاکمیت ساتنه او د خلکو دفاع کول د افغانستان د دفاعي ځواکونو دیني او ملي وجیبه ده.
وزارت خبرداری ورکړی، چې په مناسب وخت کې به د حکومت له لوري “سنجول شوی او مناسب غبرګون” وښودل شي.
وزارت دا هم ویلي، چې پر ملکي سیمو او دیني بنسټونو بریدونه د پاکستان د استخباراتي او امنیتي ادارو ناکامۍ څرګندوي او دا ډول اقدامات د اسلامآاباد کورنۍ ستونزې نشي پټولی.