تازه خبرونه

افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بې‌وزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.

مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بې‌وزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.

هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونه‌لري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.

د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونه‌کړي.

Trending

Exit mobile version