سوداگري
افغانستان له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ هېواد دی
نړیوال بانک څرګنده کړې، چې د افغانستان اصلي ناخالص تولید د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ له ۳۰ څخه تر ۳۵ سلنې پورې کم شوی او ښايي تر راتلونکیو دوه کلونو پورې دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
نړیوال بانک د یوه نوي راپور له مخې؛ د افغانستان اقتصاد د پخوا په پرتله کوچنی شوی او د دغه هېواد وګړي له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د دغه بانک په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې به له هرو درې کورنیو څخه دوه کورنۍ د ژوند اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړي.
افغانستان اوس ډېر کوچنی اقتصاد لري او د تعادل په تر ټولو ټيټه پوړۍ کې دی. انفلاسیون لوړ دی؛ خو بیا هم د اقتصادي ثبات او نرمښت امکان شته دی. دا هېواد اوس هم له سترو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د خلکو پر هوساینه په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او اقلیتونو پر ژوندانه یې سخته اغېزه کړې.
په تېرو څو میاشتو کې د ژوند شرایط یو څه ښه شوي؛ خو په ټول افغانستان کې محرومیت ډېر دی.
د اقتصاد وزارت چارواکو ويلي، هڅه کوو، چې د سترو اقتصادي پروژو له پیلېدو سره په هېواد کې د اقتصادي بحران مخه ونیسو.
که څه هم نړیوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې د ستونزو د اواري ټولې هیلې د نړیوالې ټولنې په اضافي بودیجې او مرستو سره تړاو لري؛ خو ټینګار یې کړی، چې د دوامدار حل لپاره د نوي افغان حکومت هڅو ته اړتیا ده.