تازه خبرونه

افغانستان له قزاقستان څخه نور د کال یو میلیون ټن جوار واردوي

قزاقستاني سرچینو زیاته کړې؛ د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیرک ژومانرین او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ  سوداګریزه غونډه تر سره شوې، چې ګډونوال یې د دواړو هېوادونو د دولتي سکټور، مالي ادارو او سوداګرو استازي وه.

Published

on

قزاقستان څرګنده کړې، چې غواړي د افغانستان بازار ته د غلې دانې او جوارو صادرات زیات او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه همکاري پراخه کړي.

قزاقستاني سرچینو زیاته کړې؛ د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیرک ژومانرین او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ  سوداګریزه غونډه تر سره شوې، چې ګډونوال یې د دواړو هېوادونو د دولتي سکټور، مالي ادارو او سوداګرو استازي وه.

په دې غونډه کې دواړو لوریو د غلې دانې او اوړو د صادراتو پر زیاتولو او افغانستان ته د جوارو د صادراتو پر پیل ټینګار کړی دی.

د قزاقستان د “پروت‌کارپوریشن” ملي شرکت رییس اصیل‌خان جاواشوف د څرګندونو له مخې؛ په هرات کې تېر سپټمبر ” د قزاقستان سوداګرۍ کور” پر ملاتړ د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ خبرې اترې وشوې، چې په پایله کې یې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکي قراردادونه لاسلیک شول. د دې قراردادونو له مخې، تر اوسه پورې ۵۰ زره ټنه غلې افغانستان ته صادرې شوې دي.

د قزاقستان چارواکو ویلي؛ د سږنيو ښو حاصلاتو له راټولولو سره به افغانستان ته د پام وړ صادرات تر سره شي. د منګیستاو ولایت د بینو غلې دانې بندر به هم په راتلونکو بار وړلو کې په ځانګړي توګه تر ۲۰۲۶ پورې اړین رول ولوبوي.

افغانستان له قزاقستان څخه په کال کې شاوخوا یو میلیون ټنه جوار او غنم اخیستلو ته چمتووالی اعلان کړی دی. اوسمهال قزاقستان په کال کې د ۱.۵ څخه تر ۲ میلیون ټنو پورې غلې او اوړه افغانستان ته صادروي. د ټرانسپورت اصلي لار یې د ازبکستان لار ده؛ خو ترکمنستان هم د اکمالاتو د ثبات ډاډمن کولو لپاره یوه بدیله لار ګڼل کیږي.

قزاقستاني چارواکو ويلي، چې د صادراتو ملاتړ او سوداګرو ته د ټرانسپورټ لګښتونو جبرانولو لپاره د حکومت پروګرامونه به په افغان بازار کې د قزاقستان دریځ پیاوړی کړي.

دا نوې همکاري د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخولو لپاره یو ارزښتمن ګام ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version