تازه خبرونه

افغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور

هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۷, ۱۴۰۵

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون رییس شهاب‌الدین دلاور په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان په تېرو ۴۷ کلونو کې له واحد حاکمیت بې‌برخې و؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دا ستونزه حل شوې ده.

هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.

دلاور د عاشورا ورځې ته په نغوته کې ویلي، دا ورځ د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت سره نمانځل شوې ده.

هغه زیاته کړې؛ دا کمیسیون د افغانانو د خدمت لپاره جوړ شوی او له جلاوطنو سیاستوالو یې غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي.

نوموړي ویلي، هیڅ‌څوک نشي کولی د بېرته راستانه کېدونکو کسانو پر ضد مستقیمې ادعاوې مطرح کړي او که کومه حقوقي ستونزه رامنځته شي؛ یوازې همدا بنسټ یې د څېړلو صلاحیت لري.

هغه زیاته کړې، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون به د حقوقي ستونزو په صورت کې د هغو د حل او فصل چارې پر غاړه واخلي.

شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا له وخته د روږدو د درملنې د مرکزونو جوړول او د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم څرګند کم شوی دی.

نوموړي د اسلامي امارت د نه‌رسمیت پېژندنې نړیوالې موضوع په اړه ویلي، که دی هم د امریکا د چارواکو پر ځای وای؛ نو اسلامي امارت به یې پر رسمیت نه‌وای پېژندلی.

هغه ویلي: «دوی سخته ماتې خوړلې، چې هیڅکله یې نشي هېرولی؛ که مونږ پر رسمیت وپېژني، د خپلو خلکو پر وړاندې به تر پوښتنې لاندې راشي.»

Trending

Exit mobile version