لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.