تازه خبرونه
افغانستان هانګ کانګ ته پر شپږ ویکټو ماته ورکړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه.
د تېرې ورځې لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د هانګ کانګ د لوبې پيل ښه نه و، نوموړې لوبډلې په لومړي اوور کې شپږ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان له پاره د تېرې ورخې په لوبه کې محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه.
نوموړي په لومړي اوور کې د دوه ویکټو په اخستو د هانګ کانګ څلور لوبغاړي وسوځول.
دا په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د افغان لوبغاړۍ تر ټولو غوره توپ اچونه بلل شوې ده.
د سهشنبې په ورځ افغانستان په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې سکاتلند ته ماته ورکړې وه.
بله لوبه به سباته له زمبابوي سره تر سره کیږي.