تازه خبرونه

افغانستان هم د بشري مرستو د کمښت او اقلیمي مالي تشې له کبله زیانمنېدونکی هېواد دی

“د بشري مرستو په نوي دور کې د اقلیمي بحران هدایتېدا” تر سرلیک لاندې راپور، چې د برلین د اقلیمي امنیت له کنفرانس څخه مخکې خپور شوی ښیي: د افغانستان او یمن په ګډون ۱۷ هېوادونه د اقلیم او وسله والو شخړو له کبله زیانمنونکي دي، چې د نړۍ د نفوس یوازې ۱۱ سلنه جوړوي؛ خو د نړۍ د بشري اړتیاوو او خوراکي بحرانونو ۷۰ سلنه زغمي. په هرحال دغو هېوادونو په ۲۰۲۲ کې د اقلیمي بدلون د تمویل یوازې ۱۲ سلنه ترلاسه کړي دي.

Published

on

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د راپور له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې اقلیمي بحرانونو او وسلوالو شخړو له کبله د نړیوالو مرستو او اقلیمي مالي تشې له زیانمنېدا سره مخ کړی دی.

“د بشري مرستو په نوي دور کې د اقلیمي بحران هدایتېدا” تر سرلیک لاندې راپور، چې د برلین د اقلیمي امنیت له کنفرانس څخه مخکې خپور شوی ښیي: د افغانستان او یمن په ګډون ۱۷ هېوادونه د اقلیم او وسله والو شخړو له کبله زیانمنونکي دي، چې د نړۍ د نفوس یوازې ۱۱ سلنه جوړوي؛ خو د نړۍ د بشري اړتیاوو او خوراکي بحرانونو ۷۰ سلنه زغمي. په هرحال دغو هېوادونو په ۲۰۲۲ کې د اقلیمي بدلون د تمویل یوازې ۱۲ سلنه ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې؛ د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ دغو هېوادونو ته پراختیایي مرستې له ۴۰ سلنې څخه ډېرې کمې شوې دي. په داسې حال کې، چې اقلیمي مالي تشې مخ پر زیاتېدا دي. افغانستان د مرستو د کمښت له کبله د خپل ناخالص کورني تولید له ۱۰ سلنې څخه ډېر د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی.

د ژغورنې نړیوالې کميټې د اقلیمي سرچینو په تخصیص کې د ناانډولۍ په اړه هم نیوکه کړې او ټینګار کوي، چې د نړیوال اقلیمي تمویل یوازې ۲ سلنه له خصوصي سرچینو څخه تر لاسه کیږي او تقریبا اغېزمنو سیمو ته هیڅ نه رسیږي.

دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بې کفایتۍ لګښت ورځ پر ورځ زیاتیږي او له بحران څخه مخکې د خطر په کمولو کې هر ډالر له بحران وروسته په بیارغونې کې تر ۱۵ ډالرو پورې سپموي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د اقلیمي امنیت په کنفرانس کې له نړیوالو مرستندویانو څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ورته زیان منونکو او شخړو ځپلو سیمو ته لومړیتوب ورکړي، تمویل د پور له بنسټ څخه د مرستو بنسټ ته واړوي، د مخنیوي عمل پروګرامونه پراخ کړي او د لومړنۍ خبرتیا په سیسټمونو کې پانګونه وکړي.

په راپور کې راغلي؛ د “وړاندویېنې وڅارئ” بڼه په سومالیا، افغانستان او نورو هېوادونو کې پلي شویو بڼو ښودلې، چې د مخنیوي عمل کولی شي ژوند او معیشت وژغوري.

په افغانستان کې دې بنسټ له وچکالۍ بحران څخه مخکې ۲۸۰۰ کورنیو ته نغدي مرسته چمتو کړې، چې  د پړاوونو ناکاميو او د خوړو د ناامنۍ مخه ونیسي.

له دې اغېزمنتوب سره – سره د نړیوال بشري تمویل د وړاندویېنې یوازې یه یو سلنې لږ جوړوي.

د ژغورنې نړیوالې کميټې له بسپنه ورکوونکو څخه غوښتي، چې تر ۲۰۲۶ پورې د مخنیوي لپاره د بشري مرستو ۵ سلنه هدف پوره کړي او په سیمه‌ییزو پروګرامونو کې پانګونه زیاته کړي په ځانګړي توګه هغه پروګرامونه، چې د ښځو او مدني ټولنې بنسټونو له‌خوا رهبري کیږي.

دا راپور خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو اصلاحاتو پرته افغانستان ته ورته اغېزمن شوي هېوادونه به د اقلیمي بدلون اغېزو او د نړیوالو مرستو کمښت به وزغمي.

Trending

Exit mobile version