تازه خبرونه

افغانستان هم لکه اوکراین د نړیوالې ټولنې تعامل او مرستې ته اړ دی – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري له نړۍ غواړي، چې له افغانستان سره اوکراین ته ورته مرسته وکړي او پرې نږدي، چې د افغانستان انزوا د سیمې د هېوادونو لپاره سرخوږی شي.

نوموړي په آلمان کې یوې ګډې خبري ناستې ته څرګنده کړې؛ که نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې پای ته ورسوي، باید له ( افغان حکومت) سره خبرې او تعامل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړیواله ټولنه کولی شي، چې د افغانستان په اړه د خپلو اندېښنو د حل لپاره د دغه هېواد له حکومت سره مستقیمې اړیکې ټينګې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري وایي: زه فکر کوم؛ مونږ کولی شو هغه ستونزې له منځه یوسو، چې اوس ورسره مخ یوو او په افغانستان کې له لنډمهالي حکومت سره خبرې اترې کولی شوو. افغانستان اوس یو حکومت او یو واکمن نظام لري، چې د تعامل له لارې کولی شو ښې پایلې تر لاسه کړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې جرمني ته تللی له خپل جرمني سیالې سره یې  په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان له حکومته وغوښتل، چې د بشري حقونو او ټولګډونه حکومت په برخو کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې پوره کړي.

بلاول بوتو زرداري ویلي: مونږ اوس هم هیله لرو، چې واکمن چارواکي به د بشري حقونو د درناوي، د حکومت د ټولګډونه کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووايي. افغانستان د اوکراین په څير د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري، خو دا ملاتړ هغه وخت تر لاسه کولی شي، چې لنډمهالی حکومت له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل پر لوري ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بشري حقونو پر مسلې دې سیاست نکوي.

بلاول بوتو زرداري وایي: مونږ په دې باور یو، چې د مرستندویه بنسټونو او ټولنو فعالیت او د بشري حقونو مسله سیاسي کول اړینه نده.  دا به مناسبې پایلې ونلري. دا بنسټونه باید د خپلو فعالیتونو په ترسره کولو کې خپلواک پاتې شي او د بشري حقونو له مسلې سیاسي ګټه پورته نشي.

هغه له ټولو هېوادونو غواړي، چې د اوکراین په څېر له افغانستان سره مرسته وکړي او پرې نږدي، چې د افغانستان انزوا او ګوښه کېدل او د دغه هېواد اقتصادي سقوط د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره نوې سرخوګۍ رامنځته کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې هم د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ.

هغه وايي، چې برلین د پاکستان په همکارۍ د افغانانو د ایستلو دوه پړواوونه بشپړ کړي او اوس پر درېیم پړاو کار کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

اسلامي امارت د اسلامي شريعت په چوکات کې د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوي ته ځان ژمن ګڼي او په وار وار يې په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو ته ژمنه کړې ده.

د جمهوريت له سقوط او د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په سلګونه زره کسان له افغانستان څخه ووتل او پاکستان ته ولاړل، چې له دې هېواده د اروپا، کانادا، امریکا او استرالیا ته ځانونه ورسوي.

Trending

Exit mobile version