مهم خبرونه
افغانستان په نړیوال جام کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۰)
افغانستان نن شپه د کرکټ نړیوال جام د ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بریالي شول، چې خپلې سیالې لولبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې حضرت الله ځاځي ۴۴، رحمان الله ګوربز ۴۶ او نجیب الله ځدراڼ ۵۹ مندې جوړې کړې.
د سکاټلنډ لوبډلې تر ۶۰ منډو پورې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې د نړیوال جام په روانو شل آوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې بریا ستایلې او د دې بریا مبارکي یې ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړې او زیاتوي؛ د ملي لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې ورته د نورو بریاوو هیله هم کوو.