تازه خبرونه
افغانستان څه باندې ۴۰ کلن جنګ او طبیعي آفتونه زغملي دي – م.م
د ملګرو ملتونو ټولنې د سېشنبې پر ورځ( د وږي اووهلسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.
ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان له ۴۰ کلونو زیات جنګ او طبیعي آفتونه زغملي او اوس په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې د سېشنبې پر ورځ( د وږي اووهلسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هېواد د وګړو یوه لویه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې ټولنې د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بشري ناورینونو څخه د یوه پر لوري روان دی او نږدې ۲۳ میلیون کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ به پاتې شي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.
دغه راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د بشري ناورین د اواري او له خلکو سره د مرستې لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.