Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان کرونا واکسین ته د لاسر رسي هڅې پیل کړي

خپور شوی

د

د آسیا پراختیایي بانک د عامې روغتیا وزارت په همکاري پر یوه پلان کار کوي، چې د کرونا ویروس د واکسین لاسرسي ته زمینه برابره شي.

د افغانستان لپاره د آسیا پراختیایي بانک مشر او د عامه مدیریت اقتصاد پوه له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې کرونا ویروس د افغانستان اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ کړی او عادي حالت ته د اقتصاد را ګرزولو لپاره د مرستندویه هېوادونو نورو مرستو ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د آسیا پراختیایي بانک مشر ویلي، د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د کرونا واکسین د تطبیق لپاره پر یوه پلان کار کوي.

نوموړي آریانا نیوز ته د خبرو پر مهال ویلي؛ له افغان دولت سره د کرونا په وړاندې مبارزه کې د نورو سل میلیون دالرو مرسته کوي.

په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک مشر نرندرا سینګرو وایي: مونږ له افغان دولت په ځانګړې توګه عامې روغتیا وزارت سره د واکسین پروګرام لپاره پر چمتووالي کار کوو. د دغه ځانګړي پروګرام له مخې، د آسیا پراختیایي بانک به د نورو مرستندویانو تر څنګ د افغان دولت د ملاتړ لپاره د نورو تخنیکي مرستو په برخه کې هم کار وکړي.

د آسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د کرونا د دوه یمې څپې په اړه اندېښنه ښیي او زیاتوي، چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي او د ویروس د مخنیوي لپاره نورو مرستو ته هم اړتیا ده، چې دا بانک له افغان دولت سره د سل میلیون ډالرو مرسته کوي.

د عامه مدیریت لوړپوړي اقتصاد پوه سیګدم اکین ویلي؛ ډېر خوشحاله یم، چې له افغان دولت سره د ملاتړ لپاره د سل میلیون دالر مرسته منل اعلانوم، چې د کرونا د مخنیوي په اړه نورې هڅې وکړي.

د آسیا پراختیایي بانک له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي؛ د کرنې، طبیعي

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي.

افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې.

د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وحشي ویروس په کې شتون لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو پېنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا کمیسیون د افغانستان په ملي موزیم کې د«پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو» پر موخه پېنځه ورځنی علمي او کلتوري ورکشاپ پیل کړی دی.

مسوولانو ويلي، د دغه ورکشاپ موخه د ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکلو د طریقې همغږي او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړول دي.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولسي کلتور رییس حافظ سیف‌الرحمن محمدي ویلي، چې د ژبو عالي شورا کمیسیون د هېواد ژبو ته د آسانتیاوو برابرولو او د ملي او نورو ژبو لپاره د یو شان لیکدودونو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.

شیخ عبدالرحمن طیبي هم د ژبو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او د ژبې، قوم، سیمې او مذهب پر بنسټ باید د خلکو ترمنځ تعصب نه‌وي.

دغه راز د پوهنتون یو شمېر استادانو، د پوهنې وزارت مسوولانو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي د پښتو او دري ژبو لپاره د یوه ګډ لیکدود د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

ګډونوالو ویلي؛ د دغو دوه ژبو په لیکدود کې یو شمېر توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د دغو توپیرونو څېړل او د معیاري او همغږو لیکلو د طریقو رامنځته کول دي، چې په علمي، ښوونیزو، اداري او کلتوري(هڅوبي ) برخو کې ترې ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

Published

on

د«مدرن ډیپلوماسي» خپرونې په خپره شوې شننه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او چین له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو له هڅو سره – سره د امنیت په اړه د یوه روښانه او د عملي کېدا وړ هوکړه‌لیک نشتوالی اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

د دغې شننې له مخې؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت موضوع د دې کړکېچ  منځنی ټکی دی. اسلام‌آباد له کابل څخه د دغې ډلې پر وړاندې د مشخصو او د کره کېدا وړ اقداماتو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت دغه تورونه ردوي او د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بولي.

« مدرن ډیپلوماسي» د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدونکو اړیکو یادونه هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدا له عواملو څخه کڼي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او هند پراخې سیالۍ د منځګړیتوب بهیر پېچلی کړی دی.

په شننه کې زیاته شوې، چې څلورو منځګړو هېوادونو د کړکېچ په مدیریت او د نښتو د پراخېدا په مخنیوي کې تر یوه بریده بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو د اختلافاتو د بنسټیز حل لپاره یې کومه پایله نه‌ده ترلاسه کړې.

د لیکوال پر باور د موضوع اصلي خنډونه د اوربند د ماتولو د تعریف پر سر اختلاف، د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دواړو لوریو د غوښتنو توپیر او د باور نشتوالی بلل شوي دي.

په دې شننه کې چین، له پاکستان سره د نږدې اړیکو، له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د سیمې د ثبات په برخه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له کبله، د منځګړیتوب د ګډ چوکاټ د همغږۍ لپاره مناسب انتخاب بلل شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!