تازه خبرونه

افغانستان کې د کرونا رنځ چټکې خپریدا اندېښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ د کرونا ویروس پراخې لمنې په افغانستان کې یو لوی ناورین رامنځته کړی او په اړه یې  روغتیایي هڅې هم بسنه نکوي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د کرونا ویروس ۶۸۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دی سره په هېواد کې د دغه ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۲۰۵ ته ورسید.

د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس ټولو ناروغانو ته د لاسرسي لپاره پوره وسایل نشته او دې ته ورته هر ډول غفلت به ناوړې پایلې ولري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وایي: تر دې دمه په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۱۱۱۲ بېلګې کتل شوي، چې له هغې څخه شپږ سوه اتیا مثبتې ختلي او په همدې موده کې اته کسان مړه شوي هم دي.

هغه زیاته کړې: له بده مرغه، د کرونا لمن پراخه شوې او ناورین رامنځته شوی؛ زمونږ یوازنۍ هیله له خلکو همکاري ده او که دوی همکاري وکړي، مونږ وضعیت اداره کولی شو. یوازې د اکسیجن لګښت په یوه ورځ او شپه کې خورا لوړ تمامیږي. په داې حال کې، چې تولید یې لږ دی.

سره له دې هم روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې روغتیایي کارکوونکي په هر حال کې د خلکو په چوپړ کې دي او د کرونا رنځ پروړاندې به د شته امکاناتو له مخې مبارزه روانه ساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د حج او اوقافو ریاست ویلي؛ د دې ولایت د جوماتونو ملاامامان دې د لمانځه د ادا کولو پر مهال خلکو ته اړینې روغتیایي سپارښتنې وکړي او که نه نو، دوی به له خپلو دندو ګوښه کړ شي.

Trending

Exit mobile version