لوبی
افغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله
افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځۍ سیالیو لړۍ په دوهیمه لوبه کې د ۹۲ منډو پر توپیر له بریا سره د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته لار موندنه وروستۍ کړه.
افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.
دا د افغانستان لپاره د دغې لړۍ لومړۍ بشپړه شوې لوبه وه؛ ځکه د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله له یوې توپ اچونې پرته لغوه شوې وه.
د دې بریا په پایله کې افغانستان د هغو لوبډلو په ډله کې راغلو، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته یې پرته له خڼده لار وموندله.
تر اوسه د افغانستان ترڅنګ، سویلي افریقا، زیمبابوی، هند، اسټرالیا، نیوزیلینډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا د نړیوال جام ګډون ته لار موندلې ده.
سویلي افریقا او زیمبابوې د کوربهتوب کوونکو هېوادونو په توګه له خنډ پرته نړیوال جام ته تللي دي.
په داسې حال کې، چې نورې لوبډلې د یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو د مقامټاکنې له مخې دې سیالیو ته رسېدلې دي.
د افغانستان له لارموندنې وروسته ویسټ انډیز نور نهشي کولی نړیوال جام ته د مستقیم صعود له پاتې ونډو څخه یوه ترلاسه کړي او ایرلینډ به د نړیوال جام د غوراوي په لسلوبډیزو سیالیو کې د ګډون له لارې د صعود هڅه کوي.
افغانستان او ایرلینډ به د دغې پېنځه لوبیزې لړۍ درې نورې لوبې هم ترسره کړي. درېیمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ، څلورمه د اګست پر دولسمه او پېنځمه د اګست پر پېنځلسمه ترسره شي.
د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام به د سویلي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا پر ګډ کوربهتوب ترسره شي.