تازه خبرونه

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره نغدي مرسته وکړه

Published

on

 افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۴.۵ میلیون افغانۍ (شاوخوا ۵۰ زره دالر) نغدي مرسته وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر تویت کړې؛ د دې ټولنې عمومي رییس مطیع الحق خالص د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې او خواخوږۍ پر بنسټ څلور نیم میلیون افغانۍ نغدي مرسته د دې هېواد سفیر ته وسپارله.

سرچینې څرګنده کړې؛ دغه نغدي مرسته په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ته د یوه پلاوي په شتون کې وسپارل شوه، چې د ترکیې د سرې میاشتې لخوا زلزله ځپلیو ته ورسېږي.

په دې مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ویلي، چې افغانان د ترکیې تر څنګ ولاړ دي او د ترکیې ستر ولس ته د دې لوی غم  د زغم غوښتنه کوي.

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د ترکیې سفیر جهاد ارګین او په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسوول فرید ضیاء ته د ترکیې په زلزله کې د قربانیانو او ټپیانو د خواخوږۍ مراتب وړاندې او خپله خواخوږي یې په اړوند ایښودل شوي کتاب کې ولیکله.

تېره اوونۍ هم اسلامي امارت اعلان وکړ، چې له ترکیې او سوریې سره به ۱۵ میلیونه افغانۍ (۱۶۶۰۰۰ دالره) مرسته وکړي.

د تېرې اوونۍ دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۵ ) د ترکیې په سویل او شمالي سوریه کې د رښتر پر کچه د ۷.۷ او ۷.۶ درجو دوه ویجاړوونکیو زلزلو له ۳۵۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه کړل او لسګونه زره نور ټپیان دي او د راپورونو له مخې میلیونونه نور هم بې کوره شوي دي.

Trending

Exit mobile version