تازه خبرونه
افغاني سرې میاشتې ټولنې زلزله ځپلیو ته لس میلیون افغانۍ ځانګړې کړې
افغاني سرې میاشتې ټولنې ويلي، هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سل امريکايي ډالر، چې څه باندې نهه زره افغانۍ کېږي، ووېشل شي.
د افغاني سرې میاشتې چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې دې ادارې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته لس ميليون افغانۍ ځانګړې کړې، چې له هرې کورنۍ سره به سل امريکايي ډالره یا شاوخوا نهه زره افغانۍ مرسته وکړي.
د سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي ویلي: دغه افغانۍ به د سروې ډله اړوند سیمو ته ولېږدوي. مونږ د اړوند سیمو د غوښتنې له مخې له دوی سره نغدي مرستې کوو.
ملا نورالدین ترابي زیاته کړې؛ پر نغدي مرستو سربېره، دې بنسټ د قربانیانو لپاره غیر نغدي مرستې لکه کمبلې، کېږدۍ، د کور او پخلنځي اړوند وسایل هم چمتو کړي دي.
د پکتیکا ولایت په یو شمېر سیمو کې زیانمن شوي کسان وايي، چې تر اوسه مرستې ور رسېدلي ندي.
د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي میناګل ویلي؛ دژوند کولو لپاره ځای، د څښاک لپاره اوبه او ټوله کورنې مو تر شنه آسمان لاندې په وچ ډاګ کې شپې تېروو.
په داسې حال کې، چې د سرې میاشتې ټولنه له هغو بنسټونو یوه ده، چې کولی شي مرستې اداره کړي او د کورنیو او بهرنیو تمویلوونکیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي؛ خو د سیمې خلک وايي، چې له یوې سرچینې د مرستو د رسولو بهیر د دې سبب شوی، چې مرستې ځینو زیانمنو کسانو ته ور ونه رسېږي.