سوداگري

افغان استازي د استانبول په حلال نندارتون کې ګډون وکړ

دا کنفرانس او نندارتون به د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نومبر له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې په استانبول کې د ۱۱۰ څخه د زیاتو هېوادونو د استازو پر ګډون ترسره شي.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکیې حکومت پر رسمي بلنه د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس او ​​نړیوال څلور ورځني نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا کنفرانس او نندارتون به د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نومبر له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې په استانبول کې د ۱۱۰ څخه د زیاتو هېوادونو د استازو پر ګډون ترسره شي.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې د حلال سوداګرۍ د پراخولو، د اقتصادي همکاریو زیاتوالي او په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د رول پر اړتیا بشپړ ټینګار څرګند کړ.

د حلال نړیوال نندارتون، چې په نړۍ کې یو له خورا معتبر اقتصادي خوزښت څخه دی؛ د هېوادونو تولیدي او صادراتي وړتیاوو ته د پېژندنې زمینه برابروي.

افغان سوداګرو او شرکتونو هم په دې نندارتون کې فعاله برخه اخیستې او د افغانستان محصولات او صنعتي وړتیاوې یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

په دې کنفرانس او نندارتون کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر رسمي ګډون له ترکیې او نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د صادراتو پراختیا، د پانګې جذبولو او د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د پوره پېژندلو لپاره یو اړین ګام ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version