تازه خبرونه
افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
نعیمي زیاته کړې: “سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د دښمن اغزن تار ویجاړ شوی؛ د کمیشنرۍ دفتر او د پاکستاني رژیم پوځي پوستې له منځه وړل شودي او وضعیت په بشپړ ډول نظامي دی. هره شېبه د جګړې بیا پیلېدا شونې ده.”
د آریانانیوز خبریال محمود نعیمي، چې فرضي ډیورنډ کرښې ته نږدې له تورخم سیمې څخه راپور ورکړی وايي، چې تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم ځواکونو ته درانده تلفات اوښتي دي.
نعیمي زیاته کړې: “سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د دښمن اغزن تار ویجاړ شوی؛ د کمیشنرۍ دفتر او د پاکستاني رژیم پوځي پوستې له منځه وړل شودي او وضعیت په بشپړ ډول نظامي دی. هره شېبه د جګړې بیا پیلېدا شونې ده.”
د تورخم سیمې اوسیدونکو هم آریانانیوز ته ویلي، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا په سیمه کې جګړه روانه ده او ډېری کورنۍ اړ شوي، چې خپل کورونه پریږدي.
په سیمه کې امنیتي وضعیت اوس هم بې ثباته دی او سیمهییز چارواکي له هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره د امنیتي ځواکونو پر چمتووالي ټینګار کوي.