سوداگري

افغان او پاکستانيو چارواکي د افغان صادراتي توکو د تعرفې پر کمولو خبرې وکړې

د اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لرله؛ د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوړ پوړي پلاوي سره د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي آسانتیاوو او متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

Published

on

 په اسلام‌آباد کې له دوه ورځو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي دې پایلې ته ورسېدل، چې پاکستان د افغانستان پر څلورو کرنیزو محصولاتو؛ لکه انګورو، مڼو، انارو او رومیانو او د پاکستانیو کیلو، آم، کچالو او کیوي په اړه د افغانستان تعرفې کمې کړې دي.

د اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لرله؛ د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوړ پوړي پلاوي سره د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي آسانتیاوو او متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ويلي؛ دا تړون د یو کال لپاره دی او دواړو هېوادونه کولی شي، چې د اړینو ارزونو پر بنسټ یې وغځوي او نور توکي هم وراضافه کړي.

دغه راز د ټرانزیټي آسانتیاوو، د تخنیکي ډلو جوړولو او د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې هم اغېزمنو هوکړو ته رسیدلي دي.

جواد آخوندزاده دا هم ویلي، چې د دوه ورځو هر اړخیزو خبرو اترو وروسته، کابل او اسلام آباد بالاخره په کرنیزو محصولاتو د ترجیحي تعرفو کمولو موافقه وکړه. د تړون له مخې؛ څلور افغان کرنیز محصولات د انګورو، مڼو، انارو او رومیانوپه ګډون به د ترجیحي تعرفو لاندې پاکستان ته صادر شي. په داسې حال کې، چې څلور پاکستاني محصولات هم  د کیلې، کچالو او کیوي په ګډون به له دې تعرفو سره افغانستان ته وارد شي.

مخکې له دې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې ۲۷۷ میلیون ډالر یې پاکستان ته د افغانستان صادرات دي.

ویل کیږي، چې دا تړون د یو کال لپاره اعتبار لري.

Trending

Exit mobile version