Connect with us

تازه خبرونه

افغان بيسيم په تورخم کې راستنېدونکو ته د وړیا خدماتو او وړيا سيمکارتونو د وېش لړۍ پيل کړه

د کډوالو د دوه‌مې څپې له پيل کيدو سره هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا جبري رايستل کيږي او د ډيورنډ فرضي کرښي د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستنیږي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۱, ۱۴۰۴

په تورخم کې د کډوالو د دوه‌یمې څپې له پيليدو سره سم افغان بيسيم مخابراتي شبکې راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي خدمات او وړيا سيمکارتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د کډوالو د دوه‌مې څپې له پيل کيدو سره هره ورځ سلګونه کډوالې کورنۍ پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا جبري رايستل کيږي او د ډيورنډ فرضي کرښي د تورخم دروازې له لارې هېواد ته راستنیږي.

په ختیځ کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې د خرڅلاو امر ابرار الله زهير ویلي؛ افغان بيسيم يوه ډله د تورخم په صفري او عمري کمپ کې راستنېدونکوو هېوادوالو لپاره وړيا سيمکارتونه، دقيقي او انټرنيټ ورکوي، چې له خپلو هېوادوالو او خپلوانو سره اړيکي ونيسي.

راستانه شوي بيا د مخابراتی شبکو د دغو خدماتو په اړه خوښي ښيي.

دننګرهار دمخابراتو اوټکنالوژۍ رییس ذبیح الله ذکي د بېلابېلو مخابراتي شبکو له مسوولينو سره ليدلي او په تورخم کې يې د راستنېدونکوو کډوالو لپاره د څلیريشت ساعته خدمتونو او سيمکارتوو د‌ وېش غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو مخابراتي شبکو مسوولینو دغه غوښتنه منلي ده .

په ختيځ کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوول عطاء الله ساحل وايي دوی تل د ملي مسووليت له مخې دغه خدماتو ته رادانګلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له اختر وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ چټکه شوې او ورځ تر بلې د راستنېدونکوو کډوالو کورنيو شمېر زياتوالي مومي. د ننګرهار د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ په لومړۍ څپه کې تورخم ته راستانه شویو افغانانو ته د بیلا بېلو مخابراتي شبکو لخوا دوه سوه پنځوس زره سیمکارتونه وېشل شوي او داځل به هم له اړتیا سره سم پرې سیمکارتونه ووېشل شي.

تازه خبرونه

د پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

Published

on

 

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلام‌آباده غوښتي، چې له کابل سره په خپله تګلاره کې له پوځي چلند او زور کارولو ډډه وکړي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې بېرته پرانیزي او له افغانستان سره د امنیتي ننګونو د اواري لپاره سټراټیژیکه هوکړه وکړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د افغانستان پر همکارۍ (د دواړو لوریو) امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د امنیتي ستونزو د اواري لپاره د پوځي لارې پر ځای خبرې او ګډه همکاري اغېزمنه لاره ده.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات (د دواړو لوریو) ترمنځ د تګ راتګ د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ستونزو د اواري لپاره باید د فشار او زور پر ځای د خبرو او هوکړې لاره غوره شي.

منصور احمد خان زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پوځي تګلاره حل‌لاره نه ده او د تحریک طالبان پاکستان( ټي‌ټي‌پي) او بلوڅو د آزادۍ پوځ (بي‌ال‌ای) موضوعات د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي.

منصور احمد خان ویلي:« زما پر اند پوځي تګلاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل‌لاره نه ده. افغانستان په هغه کچه پاکستان ته ګواښ نه‌دی، چې پاکستان دې پوځي تګلاره وکاروي. د ټي‌ټي‌پي او بي‌ال‌ای موضوع د رغنده خبرو له لارې حل کېدی شي. که څه هم ستونزې شته، خو د خبرو له لارې د حل وړ دي.»

نوموړي وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د استخباراتي چارو ګډ میکانیزم جوړ شي، چې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه وڅارل شي او اړوند معلومات د دواړو لوریو پر همغږۍ وړاندې شي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره اختلاف د خبرو له لارې پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي:« ما یو ځل بیا د سوله‌ییزو خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د دغې شخړې د حل لپاره د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ. همدارنګه مې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد، په ځانګړې بڼه د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه‌کارول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو څو ځله د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې رد کړې او له اسلام‌‌آباد څخه یې غوښتي، چې خپلې امنیتي اندېښنې دې د تورونو پر ځای له کابل سره د مخامخ خبرو له لارې وړاندې کړي.

افغان شنونکي هم وایي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ کړکېچونه پوځي حل‌لاره نه‌لري؛ دواړه لوري باید د متقابلو تورونو د دوام پر ځای د اختلاف د حل لپاره خبرو او همکاریو ته مخه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې له هرات څخه د ۲۱ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات شول

د دې دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دې صادراتو کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیون او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالر او د کانیزو محصولاتو ارزښت ۷ میلیون او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالر ته رسېږي.

Published

on

 

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې د دې ولایت له صنعتي او کانیزو محصولاتو څخه د ۲۱ میلیون او ۴۹۸ زره ډالرو پر ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دې دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دې صادراتو کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیون او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالر او د کانیزو محصولاتو ارزښت ۷ میلیون او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالر ته رسېږي.

د صنعتي محصولاتو په برخه کې پنبه تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ارزښت یې له ۱۳ میلیون ډالرو ډېر ښودل شوی دی.

انرژي، څښاک توکي، د میوو اوبه، بخارۍ، پنیر، مربا، بسکویټ، د ګازو ټانکرونه، زعفران، بخار دیګونه، خواږه، کېک، د پنبې تار او تفلون ټیپ د هرات د صنعتي ښارګوټي نور صادراتي محصولات دي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دغه شمېر بهرنیو بازارونو ته د دې ولایت د صنعتي او کانیزو برخو د صادراتي فعالیتونو څرګندونه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا له بنده د افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د «لاس‌انجلس ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رفعت د ۲۰۲۵ز.کال په جنوري کې امریکا ته له ننوتلو وروسته د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له‌خوا نیول شوی او اوس هم په بند کې دی.

Published

on

 

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا د کډوالۍ له چارواکو غوښتنه کړې، چې افغان خبریال شعبان‌علي رفعت سمدستي خوشې او د هغه د پناه غوښتنې دوسیې ته رسېدنه وکړي.

د «لاس‌انجلس ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ رفعت د ۲۰۲۵ز.کال په جنوري کې امریکا ته له ننوتلو وروسته د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له‌خوا نیول شوی او اوس هم په بند کې دی.

د نوموړي د وکیل د څرګندونو له مخې؛ هغه افغانستان ته د لېږلو له احتمال سره مخ دی، چې ښايي له ځورونې او شکنجې سره مخ شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د هغه د بې‌قید و شرطه خوشې کېدا غوښتنه کړې ده.

په دې کمیټه کې د امریکا د لویې وچې د سیمه‌ییز پروګرام مشر خوزه زامورا ویلي:« رفعت له افغانستان څخه وتښتېد؛ ځکه اسلامي امارت داسې شرایط رامنځته کړي وه، چې له خطر سره له مخ کېدو پرته یې د خبریالۍ فعالیتونه نه‌شول کولی.»

دې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د رفعت ایستل به هغه یو ځل بیا د هغو کسانو لاس ته ور وسپاري، چې نوموړی ترې تښتېدلی دی.

د راپور له مخې، د امریکا د ختیځې کالیفورنیا د فډرالي ولسوالۍ د مجسټر قاضي د نومبر پر شپږمه د رفعت د خوشې کېدو سپارښتنه کړې وه؛ خو نوموړی اوس هم په بند کې دی او ټاکل شوې د ډسمبر پر اتمه د کډوالۍ محکمې په غونډه کې حاضر شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!