تازه خبرونه

افغان بيسيم په کندهار کې خپلو پېرودونکیو ته د خدمتونو دوه یمه څانګه رامنځته کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۴۰۱)

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په کندهار کې د خلکو د بيا بيا غوښتنو له مخې پېرودونکیو ته د خدمتونو دوه یمه څانګه فعاله کړه.

په کندهار کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولينو ويلي؛ دوی هڅه کوي، چې د کندهار ښار ترڅنګ خپل خدمتونه د دې حوزې د نورو ولايتونو لرې پرتو ولسواليو ته هم وغزوي .

په کندهار کې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت مشر سيد نوراحمد شاه سادات ویلي؛ افغان بيسيم تل هڅه کړې، چې خپل خدمات په ځانګړي توګه هغو خلکو ته هم ورسوي، چې په ډېرو لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او له کلونو کلونو راپدیخوا ترې بې برخې پاتې ول؛ ځکه، نو مونږ نه يوازې دا، چې پر ښارونو مو تمرکز کړی، بلکې و موغوښتل، چې لرې پرتو ولسواليو ته هم خپل خدمتونه وړاندې او تر پوښښ لاندې راولو.

د کندهار سيمه یيزو چارواکو په دې ولايت کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت فعاليتونه وستايل او د دې ځانګې پرانیسته يي د خلکو د ستونزو د حل او دوی ته د خدمتونو د وړاندې کول پر لوري لوی ګام وباله.

د کندهار ولایت د مخابراتو مشر مولوي نورالله نوري وایي: شکردې الحمدالله، چې په داسې مجلس کې شرکت کوو، چې زمونږ ځوريدلي ولس ته په کې آسانتياوې برابريږي. الله پاک دې دوی ته نور هم توفيق ورکړي، چې دغه رنځېدلي ولس لپاره نورې ډېرې آسانتياوې رامنځته کړي.

د کندهار ولایت د اترا ادارې مشر حافظ غلام اسحق ویلي: د حوشحالې احساس کوم، چې نن ورځ په داسې ځای کې حضور لرم، چې يو بل پرمختګ رامنځته کيږي. افغان بیسیم د خپل ربړيدلي ولس لپاره يوه بله څانګه پرانستله، چې نوي سيمکارتونه ترلاسه کړي. انشاالله زمونږ هلې ځلې روانې دي، چې دغه ستونزې ټولې حل شي.

د يادونې ده، چې په کندهار او د دې حوزې په نورو ولايتونو کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د پراخ پوښښ او ښو خدماتو د وړاندې کولو لمن نوره هم وغزیږي او د خلکو ډېره برخه د افغان بيسيم له سيمکارتونو او انترنيتي خدماتو ګټه پورته کړي. له همدې کبله د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله دلته د چوپړتيا د ډېرو څانګو د پرانستلو اړتيا ليدل کيږي .

Trending

Exit mobile version