Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغان بيسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د مشتريانو د خدمتونو اوومه څانګه پرانسته

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت (AWCC) روانه اوونۍ په کندهار ښار کې د پېرودونکیو د پرلپسې غوښتنو له کبله د سیمکارتونو د خرڅلاو او خدماتو د وړاندې کولو د اوومې څانګې پرانیسته وکړه.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولين وايي؛ دوی هڅه کوي، چې د جنوب غرب زون د اوسيدونکیو لپاره ډېر نور او ښه مخابراتي خدمات وړاندې او د دوی ستونزې حل کړي .

دغه راز د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوولينو ويلي؛ دوی هڅه کوي، چې خپل خدمتونه د کندهار لرې پرتو سيمو ته هم وغزوي.

په سویل لويديځه حوزه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت ریيس سيد نوراحمد شاه آغا وایي: دا به يوازې په کندهار پورې محدود نه وي، بلکې مونږ د هلمند، روزګان او زابل په ولايتونوکې هم خدماتي څانګې ډېرې کړې او نورې به هم زياتوو؛ ځکه، چې مونږ باید د خلکو هغه حجم او هغه ضرورتونه په نظر کې ونيسو، چې له مخې یې خپلو خدماتي څانګو ته پراختيا ورکړو .

د کندهار سيميزو مشرانو په کندهار ښار کې د افغان بيسيم د خدمتونو د نوې څانګې په پرانستل کېدو خوښي څرکنده کړې او د ډېرو نورو خدمتونو او آسانتياوو د برابرولو غوښتنه يې وکړه .

د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو ریيس مفتي ميرزامحمد زاهد وایي: ۹۹ فيصده خلک د افغان بیسیم شبکې سيمکارتونه استعمالوي. دا يو فيصد که درته ووايمه، چې هغه دا نورې شبکې استعمالوي؛ نو ستاسې لپاره هم دا په کار ده، چې د خپل ولس لپاره نورې آسانتياوې هم رامنځته کړئ.

د کندهار مخابراتو رياست چارواکو خوښ دي، چې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د کندهار وروستۍ ولسوالي ریګستان هم تر پوښښ لاندې راوستل شوې او دا د دې ولايت لپاره لويه لاسته راوړنه بولي .

د کندهار د مخابراتو ریيس ملا نورالله نوري وایي: دلته ډېرې ولسوالۍ له خدماتو بې برخې وې. اوس الحمدالله  مونږ داسې ولسوالۍ په کندهار ولايت کې نلرو، چې هغه دې له خدماتو بې برخې وي. دا يوه د ریګستان ولسوالي پاتې وه، چې له ساحې څخه ډېره لرې وه. الحمدالله وتوانېدو، چې هلته هم مخابراتي خدمات رامنځته او د خلکو اړتیاوې پوره شي.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار په دوه‌یمه ناحيه کې د افغان بيسيم د خدمتونو نوې پرانستل شوې څانګه د نرينه وو او ښځينوو لپاره جلا جلا برخې لري .

سیمه ییز خبرونه

یو هندي پیلوټ د جیټ الوتکې له نسکورېدو روغ ووت

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ ( د کب دوه‌ویشتمه) د هند هوايي ځواک تجاس نومې جیټ الوتکه د راجستان ایالت د جیسلمیر اړوند سیمې ته نږدې د روزنیزې الوتنې پر مهال نسکوره شوه.

د هند هوايي ځواک د څرګندونو له مخې؛ د الوتکې پیلوټ له غورځېدو وروسته ژوندی پاتې شو.

تجاس یو سپک سوپرسونیک جنګي الوتکه ده، چې د هند لخوا جوړه شوې او د هند هوایي ځواک او سمندري ځواکونه یې کاروي.

دې جیټ الوتکې په لومړي ځل په ۲۰۰۱ ز. کال کې الوتنه وکړه او په ۲۰۱۶ کې په بشپړه توګه د ماموریت لپاره وکارول شوه.

دا لومړی ځل ندی، چې دا ډول الوتکه نسکوریږي؛ په ۲۰۱۵ کې، تجاس الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال وغورځېده، چې دوه پیلوټانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

د هند هوايي ځواک څرګنده کړې، چې د وروستۍ الوتکې د لوېدو د علت په اړه به هر اړخیزه څېړنه وکړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار د بهرنیو چارو وزیر شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار د دوشنبې پر ورځ په داسې حال کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شو، چې مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي او امنیتي ننګونې به د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب وي.

۷۳ کلن ډار یو محاسب او تجربه لرونکی سیاستوال او د پاکستان مسلم لیګ نواز غړی دی.

نوموړی د دغه ګوند د مشر نواز شریف نږدې خپل او د هغه یو له نږدې سلاکارانو څخه هم دی او څلور ځله یې د مالیې د وزیر په توګه کار کړی دی.

اسحاق ډار رویټرز ته ویلي: اقتصادي ډیپلوماسۍ په رښتیا هم د وخت اړتیا ده؛ خو د ډار سیاسي متحدینو تل د هغه د مالي واک په بهیر کې د اقتصاد پر اداره کولو نیوکې کړي دي.  

د نوموړي د ۱۶ میاشتني کار په بهیر کې ۳۸ سلنه انفلاسیون و او د سود کچه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې وه، چې پړه یې تر ډېره د نړیوال وجهي صندوق د پالیسو پر اړتیاوو اچول کیږي.

ډار له خپلو کړنو دفاع کړې او څرګندوي، چې هغه باید د پیسو د نړیوال صندوق پروګرام ته د لاسرسي له لارې د حکومت د پورونو د نه ورکولو لپاره سخت ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې عمران خان د دندې له پرېښودو څو ورځې مخکې له منځه یوړل، خو دا تور عمران خان ردوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

اصف علي زرداري بیا د پاکستان ولسمشر شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۲)

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې پر ورځ د پارلمان او ایالتونو په رای اچونه کې د واکمن ائتلاف پر ملاتړ بیا‌ځلې ټاکنې وګټلې.

په پاکستان کې د ولسمشر رول تر ډېره حده تشریفاتي دی؛ خو زرداري د پخلاینې د مشر په توګه پېژندل کیږي او کولی شي د حکومت له ائتلافي ملګرو سره اجماع ته ورسیږي او د مات شوي اقتصاد د ثبات په لار کې د نړیوال وجهي صندوق د هوکړې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

زرداري به د ولسمشرۍ ترڅنګ د هېواد د وسله‌والو ځواکونو عالی قومندان هم وي، چې د حکومتونو په جوړولو یا ماتولو کې پراخ رول لوبوي.

د قضائیه قوې رییس عامر فاروق نوموړی پر ژوندۍ بڼه په ټلویزیوني خپرونه کې ګټونکی اعلان کړ.

د پارلمان د یوې اعلامیې له مخې؛ زرداري ۴۱۱ رایې ترلاسه کړي او ملتپاله مشر محمود خان اڅکزي ته یې، چې ۱۸۱ رایې اخیستې وې؛ مات ورکړه.

ولسمشر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې او څلورو ایالتي اسمبلیو د رایو له لارې ټاکل کېږي.

اصف علي زرداري د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې‌نظير بوټو مړه دی، چې د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې د خپلې میرمنې له وژل کېدو وروسته سياسي دریځ ترلاسه کړ او د پيپلز ګوند واک يې د خپلې خوښې له مخې څرګند کړ. بې‌نظیر بوټو په یو ځانګرګي برید کې وژل شوې ده.

زرداري په ۲۰۰۸ کې ولسمشر شو او تر ۲۰۱۳ پورې یې دنده ترسره کړه. دا هغه پېر و، چې امریکایي ځانګړو ځواکونو د ده تر چتر لاندې په ۲۰۱۱ کې اسامه بن لادن وموند او وواژه.

د زرداري ستره لاسته راوړنه د خپلې لومړۍ دورې په اوږدو کې د واک د غیرمرکزي کولو او د پخوانیو پوځي مشرانو له‌خوا د ولسمشریزو واکونو د مخنیوي لپاره د نوي قانوني او سیاسي چوکاټ د تصویب لپاره نادره سیاسي اجماع رامنځته کول ول.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل څخه تر ۲۰۰۴ پورې هغه د فساد په تورونو کې ۱۱ کاله زندان تېر کړ، چې هیڅکله پرې ثابت نه‌شول، خو هغه او د هغه ګوند یې د پوځ پر ملاتړ سیاسي قرباني بولي. دا هغه تور دی، چې پوځ یې ردوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!