تازه خبرونه
افغان بېسیم په هلمند کې خپلو پېرودونکو ته نوی دفتر پرانیست
د افغان بیسیم د جنوب غرب زون عمومي مسوول نثاراحمد رحیمي وایي؛ دا په هلمند کې د افغان بېسیم مخابراتی شرکت د پېردونکو د خدماتو اتهلسمه څانګه ده، چې فعالیت پیلوي.
د افغان بېسیم شرکت چارواکو ويلي، چې دا په جنوب لویدیځه سیمه کې ترټولو لوی دفتر دی او د دې پرانیستل به د هلمند اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغان بیسیم د جنوب غرب زون عمومي مسوول نثاراحمد رحیمي وایي؛ دا په هلمند کې د افغان بېسیم مخابراتی شرکت د پېردونکو د خدماتو اتهلسمه څانګه ده، چې فعالیت پیلوي.
د جنوب غرب زون د خرڅلاو عمومي مسوول عبدالمبین کریمي وایي، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت به په نږدې راتلونکې کې د پرېدونکو لپاره د دې ولایت په درې ولسواليو کې دا ډول لوي څانګې فعاله او نورې زیاتې آسانتیاوې به برابرې کړي.
د هلمند د مخابراتو رییس مولوي امان الله بشیر بیا د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي پوښښ له پراختیا خبرورکوي دوی وایي؛ دمګړۍ د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې فعالې او اوسېدونکي یې د درېیم او څلورم نسل له مخابراتي خدماتو څخه استفاده کوي.
د هلمند د اترا ادارې مسوول محب الله آغا په دې ولایت کې ٩٥ سلنه وګړي د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له خدماتو استفاده کوي او د اسلامې امارت له راتګ سره د دې ولایت ټولې لرې پرتې سیمې د باکیفیته مخابراتي پوښښ لاندي راوستل شوې دي.
د یادولو ده، چې په هلمند کې ډېری وګړي له افغان بیسیم مخابراتي شرکت له خدماتو څخه استفاده کوي.