Connect with us

تازه خبرونه

افغان تورن د سپینې‌ماڼۍ ترڅنګ پر ملي ګارډ د خونړي برید تورونه رد کړل

۳۰ کلن رحمان‌الله لکنوال د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا اړوند محکمې ته هغه وخت حاضر شو، چې د نوموړي پر ضد ۱۷ فقره‌ییز نوی تورلیک خپور شو.

خپور شوی

د

یو افغان وګړي، چې د سپینې‌ماڼۍ ترڅنګ د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو پر خونړي برید تورن دی؛ د فډرالي محکمې په غونډه کې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړل.

۳۰ کلن رحمان‌الله لکنوال د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا اړوند محکمې ته هغه وخت حاضر شو، چې د نوموړي پر ضد ۱۷ فقره‌ییز نوی تورلیک خپور شو.

څارنوالان وایي، لکنوال د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د لویدیځې ویرجینیا د ملي ګارډ سرتېره سارا بکسټروم ووژله او بل سرتېری انډرو وولف یې سخت ټپي کړی دی.

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې، پر لکنوال د لومړۍ درجې قتل او د وسلو اړوند څو نورو جرمونو تورونه لګېدلي، چې له کبله یې دا دوسیه د اعدام د سزا وړ بلل کېږي.

څارنوالانو ویلي؛ اوس به دا ارزونه پیل شي، چې آیا د اعدام غوښتنه به وکړي او که نه.

د محکمې د اسنادو له مخې؛ لکنوال، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لپاره د قراردادي په توګه کار کړی و، له واشنګټن ایالت څخه د امریکا پلازمېنې ته په داسې حال کې تللی و چې یوه غلا شوې وسله یې له ځان سره لېږدوله.

څارنوالان وایي، نوموړي د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې او سارا بکسټروم او انډرو وولف یې په سرونو وویشتل؛ خو وروسته په سیمه کې نورو سرتېرو ونیوه.

پلټونکو یوه357 ډوله «سمیټ اېډ ویسن» تومانچه ، چې ویل کېږي په ۲۰۲۳ز.کال کې د سیاټل له ښار څخه غلا شوې وه؛ تر لاسه کړې ده.

لکڼوال د محکمې غونډې ته د بندیانو له نارنجي جامو سره په داسې حال کې حاضر شو، چې پر ویلچر ناست و. ویل کېږي، چې هغه د همدې پېښې پر مهال ټپي شوی دی. ټاکل شوې، چې د محکمې بله غونډه به د سپټمبر پر شپاړلسمهمې ترسره شي.

دې قضیې په امریکا کې پراخ غبرګونونه راپارولي، ځکه برید د سپینې ماڼۍ په نږدې سیمه کې شوی او تورن کس پخوا په افغانستان کې له امریکايي دولتي ادارو سره هم کار کړی دی.

دا، چې په دې قضیه کې به د اعدام سزا وغوښتل شي او که نه؛ وروستۍ پرېکړه به د امریکا د لویې څارنوالۍ سرپرست ټاډ بلانش کوي.

 

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!