سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت پدې هڅه كې دى، چې ولسمشريزې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي
ملي ائتلاف افغان حكومت تورنوي، چې په دې لټه كې دى چې را روانې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي.
د ملي ائتلاف مشر ډاكټر عبدالله عبدالله اندېښنه ښيي، چې افغان حكومت په دې هڅه كې دى، چې را روانې ولسمشريزې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي.
دى همدا راز تينګار كوي، چې افغان حكومت د سولې د خبرو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.
د ملي ائتلاف مشر پاكستان تورنوي، چې د وسله والو مخالفو ډلو په پياوړي كولو كې لاس لري.
هغه وويل، وسله والې مخالفې ډلې په افغانستان كې له اوسني حالت څخه د ځان په ګټه كار اخلي.
بل خوا د ولسي جرګې غړى سيد حسين عالمي بلخي په افغانستان كې امريكايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب په وركړې اندېښنه وښوده او پرې يې سختې نيوكې وكړې.
دا اندېښنه په داسې حال كې بيانېږي، چې ولسمشر حامد كرزي امريكا ته په خپل وروستي سفر كې ويلي وو، چې په دې اړه به پرېكړه افغانانو ته پرېږدي.
