Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغان حكومت پدې هڅه كې دى، چې ولسمشريزې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ملي ائتلاف افغان حكومت تورنوي، چې په دې لټه كې دى چې را روانې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي.

د ملي ائتلاف مشر ډاكټر عبدالله عبدالله اندېښنه ښيي، چې افغان حكومت په دې هڅه كې دى، چې را روانې ولسمشريزې ټاكنې په درغليو سره تر سره كړي.

دى همدا راز تينګار كوي، چې افغان حكومت د سولې د خبرو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

د ملي ائتلاف مشر پاكستان تورنوي، چې  د وسله والو مخالفو ډلو په پياوړي كولو كې لاس لري.

هغه وويل، وسله والې مخالفې ډلې په افغانستان كې له اوسني حالت څخه د ځان په ګټه كار اخلي.

بل خوا د ولسي جرګې غړى سيد حسين عالمي بلخي په افغانستان كې امريكايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب په وركړې اندېښنه وښوده او پرې يې سختې نيوكې وكړې.

دا اندېښنه په داسې حال كې بيانېږي، چې ولسمشر حامد كرزي امريكا ته په خپل وروستي سفر كې ويلي وو، چې په دې اړه به پرېكړه افغانانو ته پرېږدي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال  مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوه‌یم پړاو به د سې‌شنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې  ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.

مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.

په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره  روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه  ورکړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اسلامي امارت سفير د ابوظبۍ د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره وکتل

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

Published

on

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير بدرالدين حقاني په ابوظبۍ کې د اتحاد ملي هوايي شرکت له پلاوي سره، چې مشري يې راحيل صديق کوله؛ ليدنه وکړه.

په اماراتو کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ليدنه کې د ابوظبۍ– کابل الوتنو د پيل په اړه، چې ټاکل شوې د مارچ پر ۲۸مه پيل شي؛ د الوتنو د مهالوېش، ټرانسپورټي آسانتياوو او د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د اتحاد شرکت مسوولانو ويلي؛ دا شرکت اوس د نړۍ ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ټينګار يې کړی، چې د کابل– ابوظبۍ الوتنو پيل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا تر څنګ، له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پراختيا کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

ویل کیږي، چې بدرالدين حقاني د دغو الوتنو له پيل هرکلی وکړ او د مسافرو لپاره يې د هر اړخيزو آسانتياوو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د ټکټونو د بيو او د سفر اړوند لګښتونو د کمولو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!