تازه خبرونه

افغان حکومت شپږ کسان اعدام کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت د عامه امنیت او ولسي وګړو سره د جنایت په جرم شپږ کسان د څرخي پله په زندان کې په دار وځړول.

ویل کېږي د دې شپږو کسانو له ډلې څخه دوه تنه د استاد برهان الدین رباني او د ملي امنيت د مرستیال عبدالله لغماني د قتل په جرم اعدام شوي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دغو کسانو د اعدام حکم یې د قضايي پرېکړو، جزايي قوانینو او اسلامي ارشاداتو په پام کې نیولو سره عملي کړی دی.

په همدې حال کې د اعدام شویو کسانو د اعمالو له کبله زیانمنو کورنیو د اعدام په دغه حکم خوښې ښودلې ده.

محمد عثمان، حجت الله، حميدالله، اکمل،حضرت الله او خان اقا په افغانستان کې د مرګونو بریدونو په جرم د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د ولسمشر د توشېح وروسته د کابل په څرخي پله په زندان کې په دار وځړول شول. ویل کېږي چې په اعدام شویو کسانو کې یو یې د سولې د عالي شورا د پخواني رييس برهان الدین رباني او یو بل د ملي امنیت د پخواني مرستیال عبدالله لغماني په قتل کې لاس لرلو په جرم اعدام شوي دي.

 دغه راز څلور تنه نور د سردار محمد داووخان په روغتون د برید، په پکتیکا کې د والیبال په میدان کې د برید او د قمبر په څلور لارې کې د پوځ په بس موټر د برید په جرم اعدام شوي دي.

 د سردار محمد داوود خان په روغتون په برید کې شپږ کسان وژل شوي او درویشت نور ټپیان شوي وو.

 په پکتیکا کې د والیبال په میدان د برید له کبله څلوېښت کسان وژل شوي او شپېته تنه نورټپیان شوي وو. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دا حکم یې د جزا د قانون او شریعت له مخې عملي کړی دی.

 

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي: “خدای دې وکړي چې اعدام تر همدې ځای پورې نه محدود نه وي او دوام وکړي، هغه قاتلين هم اعدام شي چې د اباسين په څېر واړه ماشومان تښتوي او بيا يې وژني او يآ هم په مېرمنو جنسي تېري کړي.”

د شاه شهید په خونړي برید کې يو تن چې سخت زیانمن شوی دی. دوې خویندې يې له لاسه ورکړې او کور یې هم ویجاړ شوی دی.

هغه وايي: “په دې ځانمرګي بريد کې مې دوه خويندې او مور شهيدان شول، له ولسشمر غواړم چې د دې پېښې عاملين هم اعدام کړي.”یو شمېر مدني فعالان هم د دغه حکم په عملي کېدو خوښي څرګندوي.

مدني فعال عزیز رفیعي وايي:”د افغانستان اساسي قانون بايد په سمه توګه اجرا کړل، په هغې صورت کې به بيا موږ له داسې پېښو نجات مومو او عدالت به په نسبي توګه پلی شي.”

ویل کېږي همدا اوس د ولسمشر په مېز د لسګونو نورو هغو کسانو لېست هم پروت دی چې درې ګونو محکمو پرې د اعدام حکم کړی دی.

Trending

Exit mobile version