Connect with us

تازه خبرونه

افغان خبریالان وایي؛ په معلوماتو لاس رسی محدود شوی دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-15-16h51m11s223

وروسته له دې چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی، په معلوماتو د خبریالانو لاس رسی محدود شوی دی.

ځینې خبریالان وایي، زیاتره مهم مسایل د حکومتي بنسټونو په ځانګړې توګه د ځینو ویندویانو له خوا له دوی سره نه شریک کیږي.

په همدې حال کې د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ له حکومت غواړي چې د بیان آزادي ته درناوی وکړي او له خلکو سره حقایق شریک کړي.

د افغانستان په ګډون په هر هېواد کې رسنۍ څلورم ځواک شمېرل کیږي. که څه هم ویل کیږي چې په وروستیو ۱۳ کلونو کې د حکومت یوه ستره لاسته راوړنه د بیان آزادي ده، خو خبریالان نیوکه کوي چې پر معلوماتو لاس رسی محدود شوی دی.

 vlcsnap-2015-04-15-16h40m10s196

افغان خبریالعتیق الله بنا:

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي هم نیوکه کوي چې پر معلوماتو لاس رسی خبریالانو ته ستونزمن شوی دی. دوی وایی، حکومت په دې کار سره غواړي چې خلک د حکومت له نیمګړتیاو خبر نه شي.

vlcsnap-2015-04-15-16h50m29s18

د ولسي جرګې غړیفرهاد صدیقي:

بدبختانه چې دوی لاسته راوړنه نه لري، ویاندویانو ته اجازه نه ورکوي چې ځنې شیان رسنیو ته ښکاره کړي.        

 vlcsnap-2015-04-15-16h50m44s211

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي:

ویاندویان باید افغان ملت ته ووایي چې په کابینه او ولسمشرئ ماڼئ کې څه تیريږي؛ خو بدبختانه دوی دا پټوي.        

vlcsnap-2015-04-15-16h50m55s69

بلخوا د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرایي رییس مجیب خلوتگر    وایی، پر معلوماتو د خبریالانو نه لاس رسی د رسنیو کار له ننګونو سره مخامخ کړی دی او که حکومت دا کار وکړي، اساسي قانون تر پښو لاندې کیږي، او د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.

رسنۍ په وروستیو ۱۳ کلونو کې په دې توانیدلي چې پام وړ رول ولوبوي، او ډیر حقایق او د حکومت کړنې خلکو ته ورسوي.

Advertisement

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.

ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

نړیوال بانک ويلي، دې بنسټ له اقتصادي ناورین سره د مبارزې او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره افغانستان ته ۸۴ میلیون ډالر مرسته منلې ده.

نړیوال بانک د سې شنبې پر شپه (د غویی یوولسمه) څرګنده کړې، چې له دې مرستو څخه به ۷۰ میلیون د افغانستان وجهي صندوق (ای‌آر‌ټي ‌اف) او نړیوالې پراختیايي ټولنې (آی‌ډي‌ای ) له لارې په افغانستان کې د هوسا ژوندانه اړوند پروژو پر پلي کولو ولګول شي.

په دې اړه د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې ملینډا ګوډ ویلي، چې نړیوالې پراختیایي ټولنې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان د ښځو لپاره د کارموندنې په برخو کې د دې پیسو د لګولو لپاره یو ځانګړی او ګټور چوکاټ چمتو کړی دی.

د ګوډ د څرګندونو له مخې؛ پدې مرسته به IDA د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې افغانانو ته خپلو خدمتونه روان وساتي.

هغې زیاته کړې: له دې نوي تمویل سره به دا پروژه په کلیوالو او ښاري سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، د ښځو لپاره به د هوساینې ډېر فرصتونه برابر کړي او افغان راستنیدونکیو ته به د کار او خدماتو زمینه برابره کړي.

دغې پروژې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان کليو او ښاري سيمو ته د نړيوال بانک د ۲۶۵ ميليون ډالرو پر مرسته خپل فعاليت پيل کړ، چې تر اوسه یې څه باندې ۷۷۶ زره افغان کورنیو ته لنډ‌مهاله دندې پیدا کړي، چې له دې لارې شاوخوا ۵ اعشاریه ۴ میلیون کسانو ګټه اخیستې ده.

دغه راز په افغانستان کې ٩٢ زره ٢٠٠ زيانمنو کورنیو، چې ښځو یې چارسمبالې او مشرې وې له دې پروژې نغدي او غيرې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ په دې موده کې شاوخوا ۷ اعشاریه ۴ میلیون افغانانو ټولنیزو خدمتونو لکه سړکونو، روغتیايي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

دې ادارې یادونه کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د روغتیا او تغذیې، د اقلیمي بدلون د اغېزو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډېر کسان روزل شوي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د خلکو د ژوند وضعیت خراب شوی او د نړیوالو ټولنو د څرګندونو له مخې سږ کال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې نړیوال بانک په افغانستان کې د ښځو او د هغوی پر مشرۍ سوداګریزو هڅو ترسره کولو او کارموندلو لپاره ۱۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!