سیمه ییز خبرونه
افغان دولت سولر يا لمريزې برېښنا توليد ته پاملرنه نه ده كړې
د سولر يا لمريزې برېښنا د توليد يو شمېر شركتونه وايي، چې د اوبو او اټومې برېښنا په پرتله د لمريزې برېښنا زيانونه لږ دي.
د برېښنا شركت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، چې:
لمريزه برېښنا لوړ لگښت غواړي، چې له وس وتلى كار دى.
په دې ورستيو كې د كابل يو شمېر سړكونه د كابل ښاروالۍ له خوا په لمريزو څراغونو روښانه شوي ، چې چاپېريال له ككړتيا ژغوري.
كابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي، چې :
په تېرو درې كلونو كې د كابل ښار څه نا څه ۵۰ كليومتره سړك په لمريزه برېښنا روښانه شوي؛ پاته نور سړكونه به هم په لمريزه برېښنا او يا هم د ( ال اى ډي ) په پرمختللي سيسټم روښانه شي.
د لمريزې برېښنا انجنير شريف الله وايي، چې:
لمريز سيسټم په لږ برېښنا فعاليږي او چاپېريال ته هم زيان نه رسوي.
د لمريزې برېښنا د لوازمو يو تن پلورونكى بشير احمد وايي:
حكومت د لمريزې برېښنا رواجولو ته پاملرنه نه ده كړې.
دا ادعا د برېښنا شركت او كابل ښاروالۍ چارواكې ردوي او وايي، چې:
كه مرستندويه هېوادونو مالي مرستې وكړي؛ نو دوى به لمريزه برېښنا وكاروي.
د برېښنا د سوداگريز شركت رييس ميرويس عالمي او كابل ښاروال محمد يونس نو انديش د څرگندونو له مخې په كابل كې دغه برېښنا يوازې د سړكونو د روښانه كولو لپاره كارول شوې، خو په باميانو او پكتيكا كې لمريزه برېښنا كورنو ته هم وېشل شوې ده.