Connect with us

سیمه ییز خبرونه

افغان دولت پخپل لگښت افغان محصلين له هېواده بهر ليږي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان دولت له اتيا كلونو وروسته د د دوه يم ځل لپاره پرخپل لگښت د لوړو زده كړو لپاره  افغان محصلين  له هېواده بهر ليږي.

افغان ولسمشر نن له هغو سل تنو ځوانانو سره، چې په بېلابېلو برخو كې د زده كړو لپاره د افغان دولت له خوا هند ته ليږل كيدل د كتنې پرمهال له دغو ځوانانو وغوښتل، چې پخپلو هلو ځلو د افغانستان راتلونكي ته كار وكړي او دغه هېواد د بهرنيانو له احتياج  وژغورل شي.

د لوړو زده كړو وزارت سرپرست وايي، چې:

د راتلونكيو دوه اوونيو په شا وخوا كې به درې سوه كسان نور د لوړو زده كړو لپاره د تركيې هېواد ته وليږل شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د ولسمشرۍ په ماڼې كې له دغو ځوانانو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې:

بهرته د لوړو زده كړو لپاره د يادو ځوانانو ليږل د افغانستان دراتلونكي او پخپلو پښو د دريدو لپاره  يو مهم گام دى.

حامد كرزي وويل، چې:

په كومو پيسو، چې دغه ځوانانو له هېواد څخه بهر د زده كړو لپاره ليږل كيږي؛ د افغانستان د بېوزلو خلكو د زيار او زحمت پيسې دي او نوموړي له يادو ځوانانو وغوښتل، چې د لوړو زده كړو په تر لاسه كولو كې ډېرزيار وباسي.

د لوړو زده كړو د وزارت سرپرست سرور دانش وايي:

اوس مهال يوازې دوه هېوادونو لكه هند او تركيې ته، چې  تعلمي او علمي بنسټونه يې له نړيوالو ميعارونو برخمن دي؛ د افغان محصليونو پر ليږلو ور سره هوكړه شوې ده.

د لوړو زده كړو د وزارت چارواكى وايي، چې:

دا كسان به د هېواد له څلور دېرش ولايتونو د ازموينې له اخيستو وروسته د لوړو زده كړو لپاره بهر ته وليږل شي .

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

Published

on

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوک‌پاڼه کې اڅکزی نومی فورمول  وړاندې کړ.

د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسله‌وال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې  له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».

دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول

د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»

Published

on

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د موټربم په چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس افسران وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»

هغه زیاته کړې، چې له چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.

وسله‌والو په دې برید کې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کارولي دي.

«اتحاد المجاهدین» نومې یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

Published

on

آکسوس د دوه امریکایي چارواکو او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ سپینه ماڼۍ باور لري: له ایران سره د یو«یو مخیزهوکړه‌لیک» لپاره، چې د جګړې پای ته رسولو او د پراخو اټومي خبرو د چوکاټ جوړولو لپاره وي، ډېره نږدې شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

د ارزول شویو بندونو له مخې؛ په دې هوکړه لیک کې څو اړین ټکي شته دي: ایران به د یورانیمو د غني کولو لنډمهالی ځنډ ومني، په بدل کې به امریکا بندیزونه لرې کړي او د ایران میلیارډونه کنګل شوې شتمنۍ به آزاده کړي. دغه راز دواړه لوري به په هرموز تنګي کې پر تګ راتګ محدودیتونه راکم کړي.

آکسوس راپور ورکړی، چې دا ۱۴ مادې لرونکی هوکړه لیک د امریکا د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر او د ایران د چارواکو ترمنځ د مستقیمو خبرو او منځګړو له لارې د وروستي‌ کېدا په حال کې ده.

که دا هوکړه وروستۍ شي؛ نو دا سند به په سیمه کې د جګړې پای اعلان کړي او د ۳۰ ورځو تفصیلي خبرو پیل به وکړي، چې موخه یې د یوې پراخې هوکړې رامنځته کول دي. له دې هوکړې سره به د هرمز تنګي بیا پرانیستل شي، د ایران اټومي پروګرام به محدود شي او د امریکا لګېدلي بندیزون به لرې شي.

د دې طرحې له مخې؛ په دې ۳۰ ورځو کې به د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو محدودیتونه او د امریکا سمندري محدودیتونه په تدریجي ډول کم شي.

یوه امریکایي چارواکي آکسوس ته ویلي، چې که خبرې ناکامې شي؛ امریکایي ځواکونه کولی شي بیا محاصره یا پوځي عملیات پیل کړي.

دغه راز ایران ویلي؛ یوازې هغه وخت به د سولې هوکړه ومني، چې «عادلانه» وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره درې ورځني سمندري عملیات درولي، چې د راپورونو له مخې د یو میاشتني اوربند پر رامنځته کېدا یې فشار راوستی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دغو معلوماتو خپلواک تائید نه‌شي کېدی او سپینه‌ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د راپور تر خپرېدنې په دې اړه څه نهوایي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د امریکا مالي بازارونو هم مثبت غبرګون ښودلی او د ونډوبازار شاخصونو لوړوالی موندلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!