Connect with us

لوبی

افغان لوبډله درې نړیوالو شل آووریزو سیالیو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر کوي

خپور شوی

د

د افغانستان کرکت ملي لوبډله به په راتلونکې فبروري میاشت کې د درې نړیوالو شل آووریزو سیالیو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې به له شپاړسمې څخه تر نونسمې نېټې درې نړیوالې شل آوریزې سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډله به په راتلونکې فبرورۍ کې د درې نړیوالو شل آووریزو سیالیو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې به د یادې میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې درې نړیوالې شل آووریزې سیالۍ ترسره کړي، چې په همدې موخه نن د افغانستان کرکت بورد د یاد سفر د ځای او نېټو د اعلانولو ترڅنګ د روزنیز جوړښت لپاره ۲۳ کسیز نوملړ هم وټاکه.

د افغانستان کرکت ملي لوبډله به د کوربه عربي متحده اماراتو لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سیالي د فبروري میاشتې پر ۱۶ نېټه د ابوظبۍ په کرکت لوبغالي کې ترسره کړي، دغه راز به د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د همدې میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکت بورد د یادو سیالیو لپاره ۲۳ کسیز نوملړ غوره کړی، چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي په کې دي؛ راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکت ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان یې غړي دي.

یاد ۲۳ لوبغاړي به راتلونکې اوونۍ د عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي، چې به د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په ابوظبۍ کې یوه روزنیزکمپ کې برخه واخلي، چې له منځه به یې ۱۵-۱۷ لوبغاړي د یادو سیالیو لپاره وټاکل شي.

د افغانستان کرکت بورد په دې هڅه کې دی، چې د خپلو اوږدمهالو پلانونو له مخې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم ملي لوبډلې ته وټاکي، چې په راتلونکي کې د شل آووریزو سیالیو لپاره یوه پیاوړې او متوازنه لوبډله ولري.

دغه سیالۍ د افغانستان او عربي متحده اماراتو د کرکت بوروونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکت ملي لوبډله هر کال د عربي متحده امارتو پر وړاندې درې شل آووریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي، چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکت بورد په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربتوب کوي.

د افغانستان کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان له عربي متحده اماراتو سره د تړون له مخې د لوبو پر پیل خوښي څرګنده کړه او وايي: مونږ له عربي اماراتو سره د خپلو خبرو اترو په پایلو خوښ یوو. دغه درې نړیوالې شل آووریزې سیالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله تړون لومړی پړاو دی.

د افغانستان کرکت بورد په راتلونکي کې هم له یاد هېواد سره د لا زیاتو غوره او مؤثره اړیکو لرلو ته لېواله دی.

د یادونې ده، چې عربي متحده اماراتو ته د افغان لوبډلې دغه سفر به په روان کال کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې نړیوال جام او آسیا کپ په ګډون د ګڼشمېر نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې او لوبغاړیو په چمتووالي کې غوره رول لوبولی شي.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!