تازه خبرونه

افغان مشرانو په کابل کې له ایراني پلاوي سره پر اقتصادي تعاملاتو او مهاجرینو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي ۴ ) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر لخوا په ډاګه شوې، چې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ملا برادر د افغانستان اوسني شرایط د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د زیاتولو لپاره مناسب فرصت وباله او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت د کان کیندنې، برښنا او کرنې په برخو کې د ایران د پانګونې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ کاظمي قومي له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکارۍ ته د ایران چمتووالی اعلان کړ او ویل شوي، چې ایران د کانونو او کرنې په برخه کې کافي تجربه لري او په دغو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان مهاجرینو پر موضوع هم خبرې وکړې او ملا برادر په ایران کې د افغان مهجرینو له منلو قدرداني وکړ او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې نور هم ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version