سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر له خپل امريكايي سيال سره د خبرو په موخه واشنگتن ته روان شو
د امنيتي مسئوليتونو لېږد، د سولې له بهيره د امريكا ملاتړ، امريكايي سرتېرو وتل، د افغان ځواكونو سمبالتيا او له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د امريكا حضور په اړه خبرې د دې سفرمهم ټكي دي.
هغه څه، چې په دې سفر كې ډېر د اهميت وړ دي د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون پرسر خبرې دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
د افغانستان او امريكا ولسمشران به ډېر ژر په سپينه ماڼۍ كې د افغانستان د وضعيت، امنيتي هوكړه ليك او له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د امريكا يي ځواكونو د حضور د څرنگوالي پرسر خبرې وكړي.
ولسمشر حامد كرزى په همدې موخه د يوه پلاوي په مشرۍ واشنگتن ته ولاړ.
په درنو وسلو د افغان ځواكونو سمبالتيا په تېرو څو كلونو كې د افغان حكومت لوېه غوښتنه ده.
ښايي په دې سفر كې ولسمشر حامد كرزى امريكا ته وړانديز وكړي، چې افغان ځواكونه په درنو وسلو او جنگي الوتكوسمبال كړي، چې وكولاى شي د بهرنيو گواښونو پر وړاندې ځواب ويونكي وي.
له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو حضور يو لړ پوښتنې را پورته كړې دي.
د قضايي مصئونيت څرنگوالى، د پوځي هډو شمېر، د فعاليتونو څرنگوالى او د افغان ځواكونو شمېر په اړه به دواړه ولسمشران جدي خبرې ولري.
په تېرو څو كلونو كې د افغان ولسمشر يوه هيله هم سولې ته رسېدل او له طالبانو سره مذاكره ده، چې د امريكا تر فشار وروسته به يې په پاكستان منل ناشوني وي.
ولسشمر كرزى به له خپل امريكايي سيال څخه وغواړي، چې په هېواد كې د سراسري سولې د ټينگښت په لاره كې هڅې وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو د مهال وېش له مخې د ۲۰۱۴ كال تر پاېه نړيوال ځواكونه له افغانستانه وځي، خو په دې هېواد كې د يو شمېر دغو ځواكونو حضور هغه موضوع ده، چې د نړى له هېوادونو سره به په امنيتي هوكړه ليك كې روښانه شي.