سوداگري

افغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

Published

on

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټرانزیټي توکي، چې د چمن او کوټې په ښارونو کې له میاشتو– میاشتو راپدېخوا بند پاتې ول، اوس یې د بیا صادرولو لپاره د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه ترلاسه کړې ده.

د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.

دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د تېر کال د تلې د نښتو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهمې لارې بندې او د کراچۍ بندرونو له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري درېدلې وه.

د نوې لارښوونې له مخې؛ په چمن او کویټه کې بند پاتې سوداګریز توکي به له اصولو سره سم او د ګمرک د کارکوونکو تر څار لاندې کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي. جواز لرونکي ټرانسپورتي شرکتونه باید لومړی خپل رسمي غوښتنلیک وسپاري او بیا دې د هر ۱۵ باروړونکو لاریو کاروان د یوه ګمرکي کارمند پر ملتیا حرکت وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ اوږده ځنډ او خنډ افغان او پاکستاني سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او زرګونه توکي په کراچۍ بندرونو کې بې برخلیکه پاتې دي.

تمه ده، چې د دې پرېکړې پلي کېدا به پر سوداګرو اقتصادي فشارونه راکم کړي او د سیمې د سوداګریز بهیر په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version