تازه خبرونه

افغان پلاوی د افغانستان- قزاقستان د سوداګرۍ په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې رسمي بلنه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومنګارین لخوا ورکړ شوې ده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۴, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پر مشرۍ د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور یو پلاوی مازیګر مهال (شنبه د لړم درېیمه ) قزاقستان ته روان شو، چې د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ درېیمه غونډه ترسره کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې رسمي بلنه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومنګارین لخوا ورکړ شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان- قزاقستان درېیم سوداګریز فورم، چې په کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزې سوداګریزې غونډې او د افغان محصولاتو او تولیداتو نندارتون شامل دي؛ ټاکل شوې، چې سږ کال د اوکټوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د قزاقستان په شیکمنت ښار کې پیل شي.

په دې نندارتون کې به د قالینو، لاسي صنایعو، خوړو، غیر الکولي او انرژي مشروباتو، اوسپنې ویلې کولو او وچو میوو په ګډون په بېلابېلو سکټورونو کې افغان محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شي.

د یادونې ده، چې د هېواد دننه او بهر د هېوادنې خصوصي سکټور نږدې ۲۰۰ غړي له عزیزي سره ملګرتیا کوي.

Trending

Exit mobile version