تازه خبرونه
افغان پلاوی د افغانستان- قزاقستان د سوداګرۍ په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې رسمي بلنه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومنګارین لخوا ورکړ شوې ده.
د اسلامي امارت صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پر مشرۍ د افغانستان د حکومت او خصوصي سکټور یو پلاوی مازیګر مهال (شنبه د لړم درېیمه ) قزاقستان ته روان شو، چې د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ درېیمه غونډه ترسره کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې رسمي بلنه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومنګارین لخوا ورکړ شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان- قزاقستان درېیم سوداګریز فورم، چې په کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزې سوداګریزې غونډې او د افغان محصولاتو او تولیداتو نندارتون شامل دي؛ ټاکل شوې، چې سږ کال د اوکټوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د قزاقستان په شیکمنت ښار کې پیل شي.
په دې نندارتون کې به د قالینو، لاسي صنایعو، خوړو، غیر الکولي او انرژي مشروباتو، اوسپنې ویلې کولو او وچو میوو په ګډون په بېلابېلو سکټورونو کې افغان محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
د یادونې ده، چې د هېواد دننه او بهر د هېوادنې خصوصي سکټور نږدې ۲۰۰ غړي له عزیزي سره ملګرتیا کوي.
تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
پاکستاني پوځیانو دچارشنبې پر شپه د غبزرګولي شلمه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم ښکاره نقض کړ او د خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو په ځينو سيمو کې یې د ملکي افغانانو کورونه بمبارډ کړل، چې له کبله یې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپینږیری «شهیدان» او ۱۴ کسان نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د بې ګناه ملکي وګړو پر کورونو د بمبارډ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندي کړ.
پاکستاني پوځیانو دچارشنبې پر شپه د غبزرګولي شلمه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم ښکاره نقض کړ او د خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو په ځينو سيمو کې یې د ملکي افغانانو کورونه بمبارډ کړل، چې له کبله یې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپینږیری «شهیدان» او ۱۴ کسان نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت دغه« تېری» او «بشري جنایت» له نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بولي, غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د خپلې خاورې دفاع او د ولس امنیت تأمینول خپل شرعي مسووولیت ګڼي.
ویل کیږي، چې پاکستاني لوری باید دا درک کړي، چي نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى دي خپلو داخلي ستونزو ته بنسټیز حل ومومي.
تازه خبرونه
د کډوالو د بېرته ستنېدونکو لپاره د مرستو راټولولو او وېش د پلاوي کړنلاره توشیح شوه
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کړنلاره یو پیلیزه، درې بابه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د مرکزي او ولایتي پلاویو لهخوا به د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش په برخه کې عملي کېږي.
د عدلیې وزارت ویلي، چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو، جلبولو او وېش د پلاوي کړنلاره د اسلامي امارت د رهبر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کړنلاره یو پیلیزه، درې بابه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د مرکزي او ولایتي پلاویو لهخوا به د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش په برخه کې عملي کېږي.
په دې سند کې د مرکزي او ولایتي پلاویو جوړښت او صلاحیتونه، د مرستو د جلب، راټولولو، ثبت، ساتنې او وېش طریقې، د نغدي، غیرنغدي او خدماتي مرستو څرنګوالی، د مرستو د وېش د څارنې میکانیزم او د مرستو د ترلاسه کولو او وېش په برخه کې ممنوع موارد روښانه شوي دي.
د کړنلارې له مخې، مرکزي پلاوی اړ شوی، چې د مرستندویانو او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو نوملړ جوړ کړي او د نورو مرستو د جلب لپاره له کورنیو مرستندویانو او بهر مېشتو افغانانو سره رسمي خبرې وکړي.
عدلیې وزارت زیاتوي، چې په دې کړنلاره کې د مرستو د جلب لارې چارې هم تشریح شوې دي او له رسمي لارو پرته د بهرنیو یا کورنیو مرستو راټولول د اسلامي امارت د قوانینو او اصولو خلاف او منع شوي دي.
په همدې خپرونه کې د اسلامي امارت د رهبر هغه فرمان هم خپور شوی، چې له مخې یې د چارو ادارې اړوند د کورونو د څېړنې ریاست لغوه شوی او مسوولیتونه یې سترې محکمې ته سپارل شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان په درې ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له کبله ۱۳ ملکي وګړي «شهیدان» شول
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری په کې دي.
-
تازه خبرونه4 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري3 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه3 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
لوبی3 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
