تازه خبرونه

افغان پلاوی په ترکیه کې پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو را څرخېدلی

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۱, ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ترکيې ته په خپل سفر کې د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورد له رییس نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې  ډېرو افغان او ترکي پانګوالو ګډون درلود، چې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هم د شته فرصتونو په اړه هر اړ خیز بحث شوی دی.

دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ترکیه کې د خپل سفر په لړ کې د  افغان او ترکي  پانګوالو ته  ډاډ ور کړ، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

دغه راز عبدالغني برادر ویلي؛ اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برښنا تولید، بېخبناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اسانتیاوې برا برې کړي او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي، چې یو شمېر لویو ترکي شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره لیوالتیا و ښوده.

د هېواد د خصوصي سکتورغړي هم  په افغانستان کې د نړیوالو د پانګونې جذب اړین بو لي او زیاتو، چې دم ګړۍ په هېواد کې د پانګونې  لپاره له  بل هر وخت څخه ښه زمینه برابره شوې.

د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: که د هېواد د لویو کانونو په استخراج او د کرنې او اوسپنې پتلۍ په برخو کې د ترکې  پانګوالو پانګونه جذب شي؛ نو له دې سره به په هېوا د کې اقتصادي انکشافات رامنخته او مونږ به له دې سره پر یوه صادراتي هېواد بدل شوو.

د اقتصادي چاروکار پوهان ترکې هېواد ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سفر مهم  بولي او زیاتوي؛ د کانونو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې افغانستان د پانګونې لپاره خورا لوړ ظرفیت لري، چې باید له دې فرصت څخه دولت ګټه پورته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: زه په‌دې باور یم؛ د بهرنۍ پانګونې د جذاب لپاره باید لومړی هغه معیارونه رامنځته شي، چې د هغو پر بنسټ نړیوال پانګوال وکولی شي په افغانستان کې د پانګونې بهیر پیل کړي. زما له نظره اوس هم ځیني موضوعات د نړیوالو پانګوالو او د افغانستان د حکومت ترمنځ شته؛ یوازې امنیت نه‌ شي کولی، چې دبهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.

د ترکیې په استنبول کې د دې لیدنې پر مهال د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د اسلامي امارت  له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو آسانتیاوو په اړه پوره معلومات هم شریک شول.

په یاده غونډه کې د ګډون ‌کوونکیو کمپنیو استازیو، چې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري؛ په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لیوالتیا وښوده او څرګندوي، چې شته فرصتونه به د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره وکارول شي.

Trending

Exit mobile version