سیمه ییز خبرونه

افغان ځواكونه دوو نورو تاريخي مراسمو ته ځانونه چمتو كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې نړيوال سرتېري په افغانستان كې خپل پوځي ماموريت پاى ته رسوي، افغان ځواكونه له ګواښونو سره مبارزې ته ځان چمتو كوي. د افغانستان د ملي دفاع وزير وايي، چې افغان ځواكونه د ولسمشريزو ټاكنو او د نوروز جشن د امنيت لپاره تيارى نيسي.

افغان ځواكونه په كابل كې مشورتي لويې جرګې له امنيت ساتنې وروسته دوو نورو تاريخي مراسمو ته ځانونه چمتو كوي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي:

را روانې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاكنې او په ورته وخت كې په پغمان كې د نوروز مېله، چې د دوولسو هېوادونو څخه به پكې ميلمانه ګډون وكړي، هغه تاريخي پېښې دي، چې افغان ځواكونه يې د امنيت خوندي كول لپاره سر له اوسه ځانونه چمتو كوي.

د ملي دفاع وزیر همدارنګه وایي، په داسې حال كې، چې د ناټو او امريكا جګړه ايز ماموريت پاى ته رسېږي افغان ځواكونه اړ دي، چې په يوازې سر د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره وجنګېږي.

ځيني بيا وايي، په كار ده، چې د يو څه مودې لپاره نړيوال ځواكونه د افغان ځواكونو د ملاتړ په رول كې پاتې شي.

كه د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون لاسليك شي، له مخې به يې يو شمېر امريكايي او نړيوال سرتېري په افغانستان كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم پاتې شي.

له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون په مشورتي لويه جرګه كې تائيد شو. امريكا له افغان ولسمشر څخه غواړي، چې دا تړون په روان ميلادي كال كې لاسليك كړي.

Trending

Exit mobile version