سیمه ییز خبرونه
افغان ځواكونه په خپلو عملياتو كې پوځي چورلكو ته اړتيا نه لري
په افغانستان كې د آيساف وياند وايي، افغان ځواكونه اوس په خپلو عملياتو كې چورلكو ته اړتيا نه لري.
په افغانستان كې د آيساف وياند جنرال گونترگتس، چې مزارشريف ته يې سفر كړى په پوځي عملياتو كې له افغان ځواكونو څخه يي د آيساف په ملاتړ ټينگار وكړ.
همدارنگه نوموړى زياتوي، چې افغان ځواكونو ته د پوځي چورلكو په اړه بايد ووايم، چې په اوسني حال كې حتى تر ۲۰۱۴م كال پورې هم افغان ځواكونه په خپلو عملياتو كې پوځي چورلكو ته اړتيا نه لري او افغان ځواكونه بايد تر ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ كلونو پورې د ناټو ځواكونو له خوا د چورلكو د كارولو په برخه كې وروزل شي، چې په راتلونكې كې په هوايي عملياتو كې له ستونزو سره مخ نه شي.
خو ولسمشر حامد كرزي د نړيوالو ځواكونو تر وتلو مخكې د افغان هوايي ځواكونو په سمبالتيا او په تېره دغه ځواك ته د پوځي چورلكو په چمتو كولو ټينگار كوي.
په همدې وخت كې آيساف يوځل بيا د افغان ځواكونو په پياوړتيا ټينگاركوي او وايي، چې په افغانستان كې په سلو كې له اتيا ډېر پوځي عمليات د افغان ځواكونو له خوا تنظيم اوتطبيقېږي.
آيساف په داسې حال كې د افغان ځواكونو پرځواكمنتيا ټينگار كوي، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته د دغو ځواكونو د ناتوانۍ په اړه اندېښنې موجودې دي، خو افغان چارواكو ويلي، چې افغان ځواكونه په لږو تجهيزاتو سره كولاى شي د نړيوالو ځواكونو تر وتلو وروسته د هر ډول تاوتريخوالي مخه ونيسي.