سیمه ییز خبرونه

افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد څلورم پړاو پيل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مسووليتونو د ليږد د كميسيون رييس څرگنده  كړې، چې:

په څلورم پړاو كې به د افغانستان د ۲۳ ولايتونو امنيتي مسووليت په بشپړه توگه افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.

د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي:

كه څه هم افغان ملي اردو د هوايي ځواك په برخه كې يو لړ ستونزې لري، خو بيا هم چمتو دي، چې د افغانستان د درويشتو ولايتوونو امنيت په غاړه واخلي.

د امنيتي مسووليتونو د ليږد كميسيون رييس داكتر اشرف غني احمد زي د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۱) په يو لړ مراسمو كې افغان ځواكونو ته د ۲۳ ولايتونود امنيتي مسووليتونو د ليږد د څلورم پړاو پيل اعلان كړ.

اشرف غني احمدزي وايي، چې:

په يوه گډه څېړنه كې په ډاگه شوه، چې د امنيتي مسووليتونو تېر درې پړاوونه په برياليتوب سره تر سره شوي دي.

ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران د افغان امنيتي ځواكونو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ وركوي.

د كورنيو چارو وزير محتبي پتنګ وايي، چې:

افغان امنيتي ځواكونه به هيچا ته هم اجازه ورنكړي، چې ناامني را منځ ته كړي.

د ملي دفاع وزير  بسم الله محمدي وايي:

كه څه هم دغه وزارت د هوايي ځواك په برخه كې ستونزې لري، خو د نړيوالو په مرسته به دا ستونزه ډېره ژر حل شي

د امنيتي مسووليتونو د ليږد د كميسيون د ريس په وينا د امنيتي مسووليتونو د ليږد د پېنځم پړاو تر پيليدو پورې به د افغان امنيتي ځواكونو د تجهيز او روزنې په برخه كې شته ستونزې د افغان دولت او نړيوالو له خوا په بشپړ ډاډ حل شي.

Trending

Exit mobile version